د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې په روسي ژبه غږېدونکي پنځه بهرنیان نیول شوي


دا په وروستیو اونیو کې لومړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار ولایت په نسبتآ ارامه ولسوالۍ کې بهرنیان نیسي.
دا په وروستیو اونیو کې لومړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار ولایت په نسبتآ ارامه ولسوالۍ کې بهرنیان نیسي.

د ننګرهار په ولایت کې سیمه ییزو چارواکو او ځايي خلکو امریکا غږ ته ویلي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت کارکونکو د ښېوې په ولسوالۍ کې هغه پنځه کسان نیولي چې فکر کېږي روسان به وي.

یو سیمه ییز حکومتي چارواکی چې د نوم له ښودلو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوي امریکا غږ ته منلې چې څو ورځې وړاندې د ښېوې په ولسوالۍ پنځه بهرنیان چې دوه یې سړي او درې ښځې دي نیول شوي دي.

هغه وایي دغو کسانو په روسۍ ژبه خبرې کولې او له یو کور څخه د تلاشۍ پر مهال نیول شوي دي. دغه چارواکي په دې اړه له نورو مالوماتو ‌‌‌‌‌‌ورکولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کړې ده.

د ښېوې ولسوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سید ابرار وایي له دغسې یوې قضیې خبر شوی، خو په اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر مالومات نه لري.

خو په دغې ولسوالۍ کې د پرمختیايي شورا مشر حاجي محمد اکبر وایي چې دغه پنځه واړه بهرنیان یې په خپلو سترګو لیدلي او په روسي ژبه یې ورسره خبرې هم کړي دي.

نوموړی وایي دغه کسان د شاد ښاد کلي کې په یو کور کې ساتل کېدل او د ملي امنیت ادارې په دغه کور عملیات کړي او د دوو سیمه ییزو اوسېدونکو سره یې په روسي ژبه غږېدونکي دغه کسان نیولي دي.

د پرمختیايي شورا دغه مشر او قومي ملک زیاتوي دغه کسان یې د ولسوالۍ د ملي امنیت په مدیریت کې لیدلي او وروسته ننګرهار ته لېږدول شوي.

د ښېوې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوي امریکا غږ ته وویل چې دغه بهرنیان د داسې یو چا له کور څخه ایستل شوي چې پخوا د طالبانو سره د لاس لرلو په تور حکومت بندي کړی و.

خو د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا ددغو کسانو په نیول کېدو ځانونه ناخبره ګڼي.

د والي ویاند عطآالله خوږیاڼی وایي چې د ملي امنیت له ادارې یې پوښتنه کړې،خو په ښېوې ولسوالۍ کې ددغسې بهرنیانو د نیول کېدو کوم خبر نه لري.

څو میاشتې وړاندې هم د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اړوند د درونټې سیمه کې په یو موټر کې په روسي ژبه غږېدونکې یوه ښځه او درې سړي نیول شوي وو چې وروسته ښځې له ځانه سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې وه چې د ملي امنیت د یو کارکونکي په گډون پکې بهرنۍ ښځه او یو ماشوم وژل شوي وو.

دا پنځه بهرنیان د کونړ ولایت په ګاونډ کې د ننکرهار د ښېوې په ولسوالۍ کې په داسې حال کې نیول شوي چې تیره ورځ د افغانستان ملي امنیت ریاست چارواکو په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال د ننګرهار ولایت څخه د کونړ ولایت ته کډه کیدل پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG