د لاس رسي وړ اتصالات

په دري ولایتونو کې ۲۸ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي


ارشیف
ارشیف

کندز، تخار او بلخ ولایتونو کې امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو تیره شپه ( مرغومی ۱۰ مه) د دغو ولایتونو په دریو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي،چې په پایله کې یې ۲۸ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نښودلو پر شرط امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې تیره شپه د وسله والو طالبانو په یو برید کې د کندز د دشتي ارچي په ولسوالۍ کې ۱۳ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا یوې غړې میرمن فوزیه یفتلي هم امر یکا غږ اشنا راډیو ته نن د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دشتي ارچي ولسوالۍ کې جګړه د لسو بجو څخه تر دولس نیمو بجو پورې روانه وه، چې له امله یې ۱۳ سیمه یز پولیس او د ملي اردو منسوبین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندز د ولایت د پولیسو قومندانۍ نښتې تائید کړي، خو ویلي دي، چې په دې جګړو کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وویل " طالبانو د شپې پر دوو بجو برید وکړ، چې له امله یې زمونږ دوه سیمه یز پولیس شهیدان شو، نور ځواکونه تلفات لري، خو جزئیات یې راته څرګند نه دي. طالبان هم په دې جګړو کې تلفات لري".

کندز په دشتي ارچي ولسوالۍ کې د دغه برید پر مهال وسله والو طالبانو د بلخ او تخار په ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجر ي امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې تیره شپه (مرغومی ۱۰ مه) طالبانو د دغه ولایت د درقد په ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې اوه افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

ښاغلي هجري وویل، چې په دغه جګړه کې ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په کندز کې د دغې ډلې په برید کې ۲۴ افغان پولیس وژل شوي او هم د تخار د درقد په ولسوالۍ کې یې په جګړه کې ۱۶ افغان سرتیري وژلي دي.

د دغو جګړو ترڅنګ وسله والو طالبانو تیره شپه ( مرغومی ۱۰ مه) د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لویې لارې د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې اته پولیس وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د لویې لارې د پولیسو قومندان فواد صالح امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د لارې د پولیسو پر یوه پوسته د بابا یوسف په کلي کي برید کړی وو.

ښاغلي صالح وویل " تیره شپه طالبانو د بلخ ولسوالۍ د بابا یوسف په کلي کې د لارې پر یوه پوسته برید وکړ، چې په ترڅ کې یې اته پولیس ووژل شو".

خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس ډاکټر افضل حدید امریکا غږ اشنا راډیو ته په دې برید کې د پولیسو تلفات نهه تنه وښودل او ويې ویل، چې څلور پولیس ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې دا برید د دغې ډلې د نفوذي کسانو له خوا شوی، چې له امله یې د پوستې د قومندان په ګډون لس تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG