د لاس رسي وړ اتصالات

شیعه ګانو کابل کې د محرم د مراسمو د محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

یو شمیر شیعه دیني عالمانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي، چې په کابل کې د شیعه ګانو په جوماتونو او تکیه خانو باندې د محرم په مراسمو لګیدلي محدودیتونه لغوه کړي او په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د عاشورا د ورځې مراسمو ته اجازه ورکړي.

یو شمیر شیعه دیني عالمانو د شنبې په ورځ جولای ۲۲ ( چنګاښ ۳۱) په کابل کې په یوه لویه غونډه کې همداشان د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې ددغو مراسمو د یوې برخې په توګه دې د کابل په ښار کې د ماتم په ورځو کې د بیرغونو د ځړولو مخه هم ونه نیسی.

د پخواني رژیم د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارو وزیر او دیني عالم سید حسین عالمي بلخي، کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "ټول شیعه دیني عالمان د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] څخه غواړي، چې د ماتم په مراسمو محدودیتونه دې لیرې کړي او همدارنګه د ماتم د بیرغونو نصبولو ته، چې د امام حسین علیه السلام په نوم ځړول کیږي په هیڅ ځای کې مخنیوی ونکړي".

د طالبانو حکومت سږکال په کابل کې د جوماتونو او تکیه خانو بهر د ماتم د غونډو د جوړولو په ګډون د محرم د ماتم کوونکو په مراسمو باندې یو لړمحدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل ولایت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د امنیتي اندیښنو له امله یې په هغو تکیه خانو کې د محرم د لمانځلو غونډې د شیعه دیني عالمانو په مشوره بندې کړي، چې د امنیتي ګواښ سره مخ و.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "موظفو دینې، فرهنګې، امنیتي کمیټو، د شیعه ګانو پيژندل شویو او علمي شخصیتونو د هغو تکیه خانو او جوماتو په اړه، چې د امنیتي پلوه کمزورې دي پریکړه وکړه، چې نورو تکیه خانو او جوماتونو سره چې د امنیتي پلوه ستونزې نلري یو ځای شي".

همداشان په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې شیعه دیني علمانو هم د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ددې پریکړې څخه ملاتړ کړی دی.

د ځینو رپوټونو له مخې طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکو د کابل ښار په ځینو برخو کې د شیعه ماتم کوونکو بیرغونه له دکانونو او کورونو ایسته کړي دي او د جوماتو او تکیه خانو بهر یې د غونډو د جوړولو څخه هغوی منع کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د محرم د ورځو د رسیدلو دمخه په یوه اعلامیه کې پر افغان شیعه ګانو باندې د محدودیتونو د لګولو په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي و او ویلي و، چې د شیعه ګانو مذهبي ازادي په خپل ځای ده.

اعلامیه کې ویل شوي: "په ټولو هغو تکیه خانو کې چې د اهل تشیع هیوادوالو په میشت ځایونو کې موقعیت لري، غونډې او مراسم به په هغه ډول چې د دوی مذهبي اصول یې ایجابوي ترسره کیدلی شي. البته د لا ډیر امنیت او احتیاطي تدابیرو د نیولو په منظور په ځینو ځایونو کې د لویو غونډو دایریدل یا په ډله ییز ډول تګ راتګ محدود شوی چې په دې کار کې د اهل تشیع علماوو نظر هم اخیستل شوی دی او د هغوی د غوښتنې سره سم اقدامات شوي دي".

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې حکومت یې د مذهبي اقلیتونو ملاتړ کوي او د خپلو مذهبي مراسم ترسره کیدو اجازه یې ورکړې ده.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د کابل والي محمد قاسم خالد د طالبانو د ځینو امنیتي چارواکو سره د کابل ښار په لویدیځ کې د شنبې په ورځ له څو تکیه خانو لیدنه کړې او ماتم کوونکو ته یې د امنیت د ټینګیدو ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د شیعه ګانو د تقلید مرجع آیت‌الله واعظ زاده بهسودي د محرم د پیل په مناسبت په یو پیغام کې شیعه ګانو ته سپارښتنه کړې، چې په لارو کې دې د ماتم مراسم نه په ځای کوي.

په دې پیغام کې ویل شوي: "حسینی مراسم باید امام حسین (ع) او د هغه د یارانو د شان مطابق ترتیب شي او د هر ډول هغه حرکت چې د مذهب سره په ټکر وي لکه قمه وهل، بربنډیدل او د سد معابر څخه ډ ده وشي او د قمه وهلو پرځای دې وینه د وینو بانکونو ته اهدا کړي، ترڅو زمونږ د هیوادوالو ژوند وژغورل شي".

په افغانستان کې د محرم د ورځو لمانځل د پنجشنبې په ورځ پیل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وړاندې په کابل کې د محرم د لمانځلو لپاره ددغه ښار په اکثرو برخو کې د ماتم دروازې لګول کیدلې او په ټول ښار کې بیرغونه ځړول کیدل. خو سږکال دا مراسم تر ډیره د شیعه ګانو میشتو سیمو ته محدود شوي دي. تیرو کلنو کې د محرم په مراسمو باندې بریدونه هم شوي و، چې مسولیت یې داعش په غاړه اخسیتی و.

XS
SM
MD
LG