د لاس رسي وړ اتصالات

غزل سادات: غواړم د میلیونرو نارینو په څیر اوسم


Ghazal Sadat
Ghazal Sadat

افغان هنرمنده غزل سادات چې په څو تیرو کلونو کې یې د سندرو ویلو په هنر سره زیات شمیر مینه وال پیدا کړي دي په دې وروستیو کې یې سوداگرۍ ته مخه کړې ده.

میرمن سادات چې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې په سوداگریزو چارو بوخته ده، اوس یې د میلیونونو ډالرو پانگې مدیریت په غاړه دی.

دغه افغان سندرغاړې د امریکا غږ ته وویل چې نه غواړي داسې هنرمنده اوسي چې د سندرو له لارې په هوټلونو کې خپل ژوند تیر کړي.

هغې وویل "غواړم د افغانستان د بډائیو نارینو په قطار کې راشم".

برایلۍ پانگه واله

غزل سادات وایي د اکسجني اوبو د تولید په یو شرکت او د کبانه په نامه یو هوټل کې یې څه دپاسه لس میلیونه ډالره پانگونه کړې ده. دا شرکتونه په متحده عربي اماراتو کې دي.

د میرمن سادات په وینا لومړی یې د کبانه په نامه هوټل د درې میلیونو ډالرو په پانگه د دوبۍ د جمیرا په سیمه کې جوړ کړې و او اوس د دوبۍ په نورو سیمو کې د څلورو نورو څانگو په پرانستلو بریالۍ شوې ده.

آغلې سادات وایي غواړي تر راتلوونکو پنځو کلونو پورې په عربي اماراتو کې ددې هوټل شل څانگې فعالې کړي.

که څه هم چې په افغانستان کې مدني آزادۍ په څه دپاسه یو لسیزه کې ښه پرمختگونه کړي دي، د افغانستان دغه ځوانه سندرغاړې وایي چې اوس هم د امنیت نشتوالی او یو شمیر فرهنگي او کلتوري نیمگړتیاوی د ښځو د استعدادونو د پرمختیا مخنیوی کوي.

میرمن سادات وویل " تر هغه چې امنیت تامین نه شي او ناوړه سنتونه او عادتونه لېرې نه شي نه شي کیدای چې د ښځو پرمختیا ته زیاد امیدواره و اوسو".

اوه سوه زره ډالریز موټر

غزل سادات په دې نژدې وخت کې د روازرویس موټر د زغلولو پر وخت چې ارزښت یې ٧٠٠ زره ډالره دی، یوه تازه سندره ثبت کړې ده. ویل کیږي چې دا موټر د میرمن سادات ملکیت دی او یواځې د هغې د درې شمیریز نمبرپلیت لپاره یې پنځوس زره ډالر لگولي دي.

غزل سادات وایي موټر یې ٧٠٠ زره ډالره ارزښت لري
غزل سادات وایي موټر یې ٧٠٠ زره ډالره ارزښت لري

هغې د امریکا غږ ته وویل "زه تل کله چې سندره جوړه کړم هغه په موټر کې تمرینوم او تل د موټر چلولو په خت کې ښه کمپوزونه جوړوم.".

له دوبۍ څخه د امریکا غږ د خبریال وکیل احمد احساس رپوټ

XS
SM
MD
LG