په هلمند کې امیتي چارواکي وايي افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۱ زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي دي.
دغه چارواکي وايي افغان ځواکونو تیره شپه پر دغه زندان د نوزاد ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
نوزاد د هلمند په شمال ۱۳۰ کيلو میترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له تیر یوه کال راهیسې د افغان حکومت له کنټرول څخه وتلې ده.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په ازاد شویو زندانیانو کې ۲۰ تنه پوليس هم شامل دي.
ده زیاته کړه چې افغان ځانګړو ځواکونو د دقیقو استخباراتي معلوماتو پراساس د وسله والو طالبانو پر زندان شپني عملیات کړي او خوشې شوي زندانیان يې اوس یوه نظامي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي دي.
جنرال احمدزي وویل "زموږ ځانګړو ځواکونو له زندان څخه ازاد شوي کسان چې ۲۰ تنه پوليس هم په کې شامل وو اوس یوه نظامي روغتون ته را انتقال کړي چې وروسته به خپلو کورنیو ته واستول شي په عملیاتو کې زموږ سرتیرو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی".
د هلمند په شمال کې د وسله والو طالبانو د پراخ حضور له کبله ځايي اوسیدونکې وايي چې د د دغې ډلي ګڼ زندانونه شته چې په جګړه کې نیول شوي سرتیري او له حکومت سره د همکارۍ په تور تورن کسان په کې ساتل کیږي.
وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې پېښه منلې خو ويلي يې دي چې دوی په دغه زندان کې يې د جنايي پېښو په تړاو نیول شوي کسان ساتل.