د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړو پولیسو په یوه اونۍ کې د مخدراتو ۱۱۹ قاچاقبران نیولي


Smugglers arrested in Nangarhar
Smugglers arrested in Nangarhar

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۹۵ عملیات ترسره کړي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات په هرات، فراه، هلمند، ننګرهار، خوست، بدخشان، بلخ، بغلان، سرپل، لغمان، پروان، جوزجان بادغیس، پنجشیر، غزني، فاریاب او میدان وردک ولایتونو کې ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پولیسو په دغو عملیاتو کې ۱۱۹ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې درې ښځې او یو پولیس هم شامل دي.

د اعلامیې له مخې، پولیسو د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۱۶ کیلوګرامه بېلابېل ډوله مخدره مواد هم کشف او ضبط کړي، چې په کې هیروئین، اپین، چرس، الکول، تخمر شوي ممیز او نشه‌يي ګولۍ شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۳ موټرې، ۳۷ سیټه ګرځنده موبایلونه، دوه میله وسلې او ۱۰۱۰ امریکايي ډالره هم ترلاسه شوي دي.

XS
SM
MD
LG