د لاس رسي وړ اتصالات

ابوظبۍ کې سلګونو ایسارو افغانانو امریکا ته د انتقال لپاره مظاهره وکړه


ابوظهبۍ کې د افغانانو مظاهره
ابوظهبۍ کې د افغانانو مظاهره

په ابوظبۍ کې د «اماراتو په بشردوستانه ښار» کې سلګونو هغو افغانانو مظاهره کړې ده چې د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه اېستل شوي او هلته مېشت کړل شوي دي.

مظاهره کوونکو تېره شپه فبروري نهمه (سلواغه۲۰) د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه وغوښتل چې هغوی دې ژر تر ژره له دغه ځای څخه امریکا ته انتقال کړي.

د مظاهره کوونکو په ډله کې ښځې، نارینه او ماشومان هم شامل وو. دوی په هغه ځای کې سوله ایزه مظاهره وکړه په کوم ځای کې چې مېشت کړل شوي دي.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې زرګونه افغانان متحدو عربو اماراتو ته انتقال شول. د دوی په منځ کې د امریکا او ناټو پخواني همکاران، خبریالان، د ښځو او بشري حقونو فعالان، د حکومت کارکوونکي‌ او یو شمېر نور هغه کسان، چې وایي ژوند یې د طالبانو په حکومت کې په خطر کې دی، شامل دي.

مظاهره کوونکو ځینې شعارونه لکه «زه په رواني لحاظه کړیږم، شپږ میاشتې په زندان کې، موږ د متحدو عرب اماراتو له حکومت څخه راضي یو، خو دایمي استوګنه غواړو» او داسې نور شعارونه لېږدول.

مظاهره کوونکو وویل چې دوی کوم «جرم نه دی کړی» او د امریکا حکومت دې باید د هغوی برخلیک معلوم کړي.

د دوی د اوسېدو، د خوراک، څښاک او نور لګښتونه ورکول کیږي خو د دوی لویه غوښتنه دا ده چې په ابوظهبۍ کې بې سرنوشته پراته دي او برخلیک یې معلوم نه دی.

دوی وايي چې اماراتو ته تر انتقال مخکې ورته ویل شوي وو چې د امریکا متحدو ایالتونو ته به ولېږدول شي. تر دې دمه د ابوظهبۍ او امریکا حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو امریکايي مقامات وايي چې د خپلو افغان همکارانو ژغورل یې اخلاقي مسئولیت دی.

د تخلیې په ماموریت کې څه باندې ۱۰۰زره کسان له افغانستان څخه واېستل شول چې اکثریت یې امریکا ته انتقال شوي ‌او دلته یې خپل نوی ژوندی پیل کړی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام سقوط او طالبان کابل ته ننوتل. د مخکني حکومت یو شمېر کارکوونکي، د امریکا او ناټو ژباړونکي، همکاران، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او نور وايي چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند او حقونه خوندي نه دي.

سره له دې چې طالبان وايي «عمومي بخښنه» یې اعلان کړې ده، خو دوی وايي چې د طالبانو په ژمنو باور نشي کېدای. د بشري حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسه د مخکني حکومت لسګونه عسکر او کارکوونکي وژلي، نیولي، شکنجه کړي‌او ترمي تم کړي دي.

XS
SM
MD
LG