د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بیا له ایراني مقاماتو سره کتلي دي


په سعودي عربستان کې د افغان سولې په هکله د غونډې په درشل کې د طالبانو استازو او ایراني مقاماتو په تهران کې د افغانستان د سولې په هکله خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي د یکشنبې په ورځ (دسمبر ٣٠) د وسله والو طالبانو یو پلاوي په دغه هېواد کې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي‌ دي.

د رویټرز خبر‌ي اژانس وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي‌ د دوشنبې په ورځ د (مرغومې لسمه) ایراني‌ رسنیو ته ویلي چې د وسله والو طالبانو استازو له عباس عراقچي سره د افغانستان د سولې پر مسئلې خبرې کړي‌ دي.

بهرام قاسمي
بهرام قاسمي

بهرامي زیاته کړې: "زه تائید وم چې افغانستان ته د ښاغلي شمخاني تر سفر او لیدونو وروسته تېره ورځ د طالبانو پلاوی په ایران کې و، له عراقچي سره یې تفصیلي خبرې کړي."

د ښاغلي‌ قاسمي په خبره ایران د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو زمینې رامنځ ته کولو په برخه کې هڅې کوي.

دا د افغان سولې په تړاو له وسله والو طالبانو سره د ایراني چارواکو دوهمه ناسته ده چې تر سره کېږي.

تېره اونۍ د ایران د ملي امنیت شورا منشي‌ علي شمخاني‌ هم کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره د لیدنه کې له طالبانو سره د لیدنې خبر ورکړی و.

ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې ایران د افغانستان په لوېدیځ کې له وسله والو طالبانو سره پوځي مرستې هم کوي چې دغه هېواد یې ردوي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ایران ته د خپل استازي تګ تائید کړی دی.

په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو ترمنځ تماسونه زیات شوي
په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو ترمنځ تماسونه زیات شوي

​دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هڅې زیاتې شوي دي.

تېره میاشت په متحده عربي اماراتو کې د امریکا، وسله والو طالبانو، سعودي، اماراتو او پاکستاني استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه چې ټاکل شوې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې هم د یادو اړخونو ترمنځ بله غونډه په سعودي عربستان کې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG