د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سوداګرو او پانګه والو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی


د ترکمنستان پلازمینه عشق آباد
د ترکمنستان پلازمینه عشق آباد

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست په مشرۍ د افغان سوداګرو او پانګه والو یو پلاوی د ترکمنستان پایتخت عشق اباد ته تللی دی.

دغه پلاوی چې د جمعې په ورځ ترکمنستان ته رسیدلی، نن یې د ترکمنستان د سوداګرو او پانګه والو د ټولنې د مشر، نوکر قلي اتاقي اوف سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخو کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي عشق اباد ته د سفر دمخه د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې د ترکمنستان د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د خبرو ترڅنګ په پام کې لري چې دغه هیواد کې د خپل سفر پرمهال د"ترکمن - افغان سوداګریز توصل" کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

عزیزي وویل چې په دې سفر کې ورسره د ۱۵ ښځینه سوداګرو په ګډون د ۲۵۰ په شاوخوا کې افغان سوداګر هم ملګرتیا کوي: "...یو لوي نندارتون لرو شاوخوا ۳۰۰ شرکتونه راسره دي ددې له ډلې ۲۵۰ شرکتونه د افغانستان له دننه څخه مونږ سره په چارټر الوتکه کې ملګرتیا کوي او ۵۰ نور شرکتونه د نورو هیوادونو څخه مونږ سره په دې کنفرانس کې شریک دي".

اوس مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه څلور نیم سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معلوماتو له مخې چې یوازې یو نیم میلیونو ډالرو یې د افغانستان څخه ترکمنستان ته صادرات او پاتې نور یې ددغه هیواد څخه افغانستان ته واردات جوړوي.

نورالدین عزیزي وايي چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو د سفر یو هدف دادی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې بیلانس رامنځ ته شي.

همداشان نورالدین عزیزي وویل چې هڅه کوي چې د کاسپین بحیرې او قزاقستان له لارې هم افغان سوداګرو د سوداګرۍ لارو چارو د لټولو په سر د ترکمنستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د صنعت او کانونو د خونې رئیس شیر باز کمین زاده خبریالانو سره د خبرو پرمهال هیله وښوده چې په عاشق اباد په جوړیدونکي نندارتون کې به د افغانستان له اړخه په ۱۸ سکټورونو کې تولیدات نندارې ته کیښودل شي.


د افغان سوداګرو او پانګه والو دې پلاوي په داسې حال کې ترکمنستان ته سفر کړی چې تیره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوي هم د عشق اباد څخه لیدنه کړې وه.

ښاغلي متقي عشق اباد ته د سفر پرمهال د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره هم کتلي وو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې "د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکمنستان مشر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نویو فرصتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل."

ددغې خبرپاڼې له مخې قربانقلي بردي محمدوف په عشق‌اباد کې د افغانستان د توکو نندارتون ډېر مهم او تاریخي وباله او ټینګار یې کړې و چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG