د لاس رسي وړ اتصالات

متقي او مردوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي همکاریو په زیاتیدو خبرې کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف سره د تورغونډۍ په سرحدي ښارګوټي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخیدو په اړه خبرې کړي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د شنبې په ورځ ډسمبر۱۶(لیندۍ ۲۵) لیکلي چې مولوي امیرخان متقي نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ په بندر کي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او مل پلاوي ته هرکلی ویلی دی.

ښاغلي تکل لیکلي: "په هرات کې د دغه افغان-ترکمنستاني لوړ پوړي پلاوي د سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي، ټرانزیتي، د اورګاډي د پټلۍ، بریښنا او انرژۍ برخو کې د ګډو پروژو د عملي جریان لیدنه او وده ور کول دي".

افغانستان او ترکمنستان د اوږدو کلنو راهیسې د ټاپي د پروژې په ګډون د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د انرژۍ د انتقال په پروژو کار کوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نړیوالو تمویلوونکو ادارو ددغو پروژو د تمویل څخه لاس اخیستی دی او دا پروژې د ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي.

تیره میاشت د افغان پانګوالو یوې ډلې پریکړه وکړه چې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټو د مزي د غځولو په نیمګړې پروژې کې پانګونه وکړي او دا پروژه تر راتلوونکو دوو کلنو بشپړه کړي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس محمد حنیف حمزه په مشرۍ یو پلاوي اوزبیکستان ته د سفر پر مهال د جمعې په ورځ ډسمبر۱۵( لیندۍ۲۴) د اوزبیکستاني چارواکو سره له دغه هیواد څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا تړون د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د بریښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې شرکت اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان د بریښنا له وزیر میرزا محمدوف جورابیک او د دغه هیواد د برېښنا ملي شرکت له رئیس دادا جان ایساکولوف سره په کتنو کې افغانستان ته د بریښنا د کچې د زیاتیدو، د بریښنا د تعرفې ټیټېدو، د بریشنا شرکت تختیکي کارکوونکو ته د ویزې ستونزو د حل او د سرخان پلخمري بریښنا پروژې په اړه خبرې کړي دی.

افغانستان له اوزبیکستان سره د ۴۵۰ میګاواټه بریښنا د واردولو تړون لري، خو په دغه هیواد کې د بریښنا په شبکه کې د تخنیکي ستونزو له امله دا هیواد افغانستان ته په کمه کچه بریښنا برابروي.

په دې وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې چې اوسیدونکي یې د اوزبیکستان د وارداتي بریښنا څخه کار اخلي د اوږدو ساعتونو لپاره د بریښنا د نشتون سره مخ شوي دي.

د بریښنا شرکت ددې ستونزې علت د اوزبیکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا بهیر کې ستونزې ګڼي. تیرکال هم د ژمي په موسم کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې خلک د ورته ستونزو سره مخ و.

د افغانستان د بریښنا شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د اوزبیکستان د بریښنا وزیر ورته ډاډ ورکړی چې د دریو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر هوارولو په چټکۍ کار کوي او د ستونزو د هواریدو وروسته به افغانستان ته د تړون پر اساس بریښنا برابره کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې یوازې کابل په ۲۴ ساعتونو کې تر ۷۰۰ میکاواټو بریښنا ته اړتیا لري، چې اوس مهال د بریښنا شرکت دغه ښار ته په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰ او ۴۰۰ میګاواټو ترمنځ بریښنا برابرولی شي.

افغانستان د اوږدو کلنو راهیسې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه بریښنا واردوي. افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د منځنۍ اسیا د دغو دریو هیوادونو او ایران څخه د ۲۹۹ میلیونو ډالرو په ارزښت بریښنا اخیستې وه

د اوبو او بریښنا وزارت چارواکو ویلي، چې په پام کې لري، چې تر راتلوونکو پنځه کلنو به د بریښنا د مختلفو پروژو په عملي کولو سره افغانستان کې د بریښنا څخه د استفادي کچه له ۴۰ فیصدو څخه ۹۰ فیصدو ته لوړه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG