د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان-ترک زده کوونکي: استادان مو ترکیې ته مه سپارئ


د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو کورنیو نن په یوه غونډه کې د دغو ښوونځیو د زده کړو د بهیر څخه کلک ملاتړ څرګند کړ.
د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو کورنیو نن په یوه غونډه کې د دغو ښوونځیو د زده کړو د بهیر څخه کلک ملاتړ څرګند کړ.

په افغانستان کې د افغان - ترک د ښوونځيو د زده کوونکو کورنۍ له افغان حکومت وغوښتل چې ترکیې هیواد ته دې، ددې ښوونځیو هغه ترکي استادان نه سپاري، چې ترکیه يې غوښتنه کوي.

د افغانستان ملي امنیت تیره اونۍ د افغان ترک د ښوونځيو څلور استادان چې درې پکې ترکي وو، نیولي وو چې بیرته یې خوشې کړل خو لا هم د افغان ترک ښوونځیو مسؤلین وايي، چې د دغو څلورو ښوونکو له ډلې یو ترکي استاد لا هم په نظر بند کې دی.

د افغان ترک د ښوونځیو د زده کوونکو د کورنیو کمېټې نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې ددې ښوونځيو د زده کوونکو اته زره کورنۍ نه یوازې چې د ترکي استادانو له ویستلو بلکې ان ددې ښوونځیو د مدیریت له لیږد سره مخالفه دي.

عبدالکبیر رنجبر چې ددې ښوونځیو د زده کوونکو د کورنیو د کمېټې غړی دی وايي" مونږ شدیدآ مخالف یو چې د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت انتقال وشي. دا بیا د شاګردانو زیات وخت اخلي. کلونه به اخلي چې نوي استادان راځي، اداره یې جوړیږي او شاګردان خپل درسونه وايي".

په هغه اعلامیه کې چې د افغان ترک د ښوونځيو د زده کوونکو د کورنیو لخوا خپره شوې، پکې راغلي، چې افغان حکومت د ترکیې په غوښتنه یو کمیسیون د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت او ادارې انتقال ته موظف کړی چې دا ښوونځي د ترکیې د دولت د وقف بنسټ ته وسپارل شي.

اعلامیه کې دا هم راغلي، چې ترکیې حکومت ویلي، چې د افغان ترک د ښوونځيو مرکزي دفتر په ترکیه کې دی، خو ددوی په ويناء ددې دفتر مرکزي دفتر په کابل او د افغان حکومت سره ثبت دی.

د افغان ترک د ښوونځیو مرستیال احمد فواد حیدري بیا امریکا غږ ته وویل چې د افغان ترک ښوونځي له افغان حکومت سره ثبت دي او د ترکیې په شمول له هیڅ هیواد سره اړیکه نه لري.

هغه وویل" د افغان ترک ښوونځي له تېرو درویشتو کلونو راهیسې فعالیت کوي او د خپل فعالیت جواز یې د افغانستان له حکومت اخیستی دی. د مدیریت انتقال د اساسي قانون، د غیردولتي مؤسسو له قانون سره په ټکر کې دی".

بل لورته د پوهنې وزارت وايي، چې لا هم د افغان ترک د ښوونځيو په تړاوو افغان حکومت رسمي پرېکړه نده کړې.

ددې وزارت د خپرونو رئیس محمد کبیر حقمل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل "هڅه مو دا ده، چې ددې ښوونځیو کیفیت ته صدمه و نه رسیږي، زده کوونکي یې بې برخلیکه نشي او د ترکي استادانو ښه میلمه پالنه وشي".

افغان ترک په ښوونځیو کې دم ګړۍ اته زره افغان زده کوونکي زده کړې کوي. په اوو ولایتونو کې څوارلس ښوونځي لري. پدې ښوونځيو کې ۱۶۰ ترکي استادان درس ورکوي.

XS
SM
MD
LG