د لاس رسي وړ اتصالات

 پکتیکا کې له پولیو واکسین سره د دیني عالمانو همکاري زیاته شوې


د پکتیکا روغتیایي مسؤلین وایي، په دې وروستیو کې د پولیو ضد واکسین په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیات شوی او عمده لامل پر رسنیو سربېره د دیني عالمانو پراخه همکارۍ بولي.

د پکتیکا ولایت د کتلوي معافیت آمر ډاکټر عبدالحکیم همت آمریکا غږ آشنا ته وویل، چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو د همکارۍ له زیاتېدو سره اوس له ګوزڼ واکسین سره د انکاري کورنیو شمېر هم تر پخوا کم شوی دی.

هغه وویل:"رښتیا هم په پکتیکا کې د علماوو همکاري ډېره شوې، د علماوو او قومي مشرانو له همکارۍ پرته مونږ واکسین نه شو تطبیقولی، اوس د نه منونکو شمیر هم کم شوی دی".

بلخوا د پکتیکاد پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمد نور هم د دیني عالمانو پر ملاتړ خوښ دی او د دیني عالمانو او قومي مشرانو پر دایمي همکارۍ ټینګار کوي.

ده وویل:"مونږ د مشرانو او علماوو څخه هیله لرو چې همکارۍ ته همداسې دوام ورکړي، نو زمونږ ټیمونه هرې ګوښې، هر غره، هرې کیږدۍ او هرې درې ته ځان رسولی شي چې دا یګانه د علماوو او مشرانو مرستې ته اړتیا لري".

یو شمیر دیني عالمان هم د پولیو ساري ناروغۍ د مخنیوي په خاطر د پولیو ضد واکسین وقایه ګڼي.

دیني عالم مولوي مؤمین وایي، چې د خپل مسؤلیت او مکلفیت له مخې له ټولو خلکو غواړي، چې خپلو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

هغه وویل:"الله ج فرمایې چې څوک چا ته ژوند ورکړي، ژوند دا هم دی چې څوک چاته وینه ورکړي یا چا ته واکسین ورکړي او له فلج څخه وژغورل شي نو لکه ټولې دنیا ته چې یې ژوند ورکړ، نو ټولو خلکو ته مې پیغام دی چې د ډاکټرانو خبرو ته غوږ ونیسي او واکسین تطبیق کړئ".

پولیو ساري او لاعلاجه ناروغي ده چې هیڅ تداوي نه لري، د روغتیاپالانو په وینا، د مخنیوي یوازینۍ لاره یې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د هر کمپاین پر مهال دوه څاڅکې واکسین ورکول دي.

XS
SM
MD
LG