د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې له مشورتي جرګې څخه د ښځو غوښتنې


ټاکل شوېده د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د (غوايي په ۹ نیټه ) په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي او د افغانستان د سولې په اړه پکې بحث او مشورې وشي.

افغان حکومت وايي په دې جرګه کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو حدود وټاکل شي او حکومت به په راتلونکې کې ددغو مشورو په رڼا کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د سولې په جوړیدونکې مشورتي جرګه کې یو شمیر ګډون کوونکې میرمنې وايي دوی به په دې جرګه کې د داسې سولې لپاره مشورې ورکړي چې د ټولو په ګډون د ښځو په ګټه وي.

د جرګې ۳۰ سلنه ګډونوالې میرمنې دي او له اکثریت ولایتونو څخه کابل ته رارسیدلي دي.

له نیمروز ولایت څخه په جرګه کې د ګډون لپاره راغلې مدني فعاله نظیفه وکیلي وايي هیڅوک د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په استازیتوب خبرې نه شي کولای او افغان میرمنې خپله خپل برخلیک ټاکلی شي.

ثریا نادرې د جرګې بله ګډونواله وايي په افغانستان کې سوله ددې لامل کیږي چې افغان میرمنې ډیره وده وکړي.

میرمن نادري وویل:" سوله چې راشې میرمنې خپلو درسونو ته دوام ورکوي، ښځې روشنفکره کیږي او اولادونو ته ښه تربیه ورکولای شي ، ماشومان ښونځیو ته استوي."

افغان ښځو په تیرو اتلسو کلونو کې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، زدکړو او فرهنګي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او اوس غواړي چې په سیاسي مسایلو سربیره د خپلو دغو لاسته راړنو دفاع او ساتنه وکړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې کې شاوخوا درې زره کسان ګډون کوي چې دیرش فیصده یې میرمنې دي.

دا جرګه په داسې حال کې جوړیږي چې د طالبانو په ګډون یو شمیر سیاسي ګوندونو او څیرو پکې د نه ګډون اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG