د لاس رسي وړ اتصالات

افغانو ښځو د طالبانو لخوا پر غږ د بندیز خلاف انلاین اعتراض پیل کړی


کابل کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو د کلیزې په مهال د ښار په سرکونو ښځې لیدل کیږي.
کابل کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو د کلیزې په مهال د ښار په سرکونو ښځې لیدل کیږي.

په لسګونو افغان مېرمنو د طالبانو د امر بالمعروف د تازه قانون په خلاف چې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ اوچتول محدودوي، د سندرو په ویلو سره انلاین اعتراض پیل کړی دی.

د امر بالمعروف د ۳۵ مادو د قانون له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزارت لخوا خپور شو، ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

ددغه قانون په خلاف، د افغانستان دننه او دباندې افغان مېرمنو د "زما غږ او مخ عورت ندی" هشټګ سره په ټولنیزو شبکو کې خپلې داسې ویډیوګانې خپرې کړي دي چې پکې سندرې وايي.

په یوې ویډیو کې چې ظاهرا په افغانستان کې ثبت شوې، له سر څخه تر پښو پوښل شوې یوه ښځه ښکاري چې سندرې وايي. دا وايي: "زما غږ دې د راتلونکي لپاره خاموش کړی. زه دې په خپل کور کې پدې ګناه قید کړې یم چې ښځه یم."

د معترضو ښځو په یوه بله ویډیو کې شعار ورکول کیږي چې "د ښځو غږ د انصاف غږ دی."

معترضو ښځو همدارنګه داسې تصویرونه شریک کړي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده تصویر په خپلو سوکانو څیري. اخندزاده تېره اونۍ د امربالمعروف د نوي قانون په اړه فرمان صادر کړ.

د امر بالمعروف د نوي قانون له مخې، ښځې باید په عامه ځای کې په لوړ غږ سندري ونه وايي او ترنم ونکړي او باید غږ یې د کور له دیوالونو بهر لاړ نشي. په قانون کې راغلي چې کله یوه ښځه د ضرورت له مخې له کور څخه بهر وځي، باید خپل مخ، ځان او غږ وپوښي.

په دغه قانون کې د ښځو غږ "عورت" بلل شوی دی.

ددغه قانون ډیری مواد، له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې ددغې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون کولی شي د امر بالمعروف د قوانینو په پلي کولو کې د شدت لامل شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې سه شنبې د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون "د نه منلو وړ" وباله او د قانون د بیرته اخیستلو غوښتنه یې وکړه.

د ملګرو ملتونو ددغه ادارې ویاندې روینا شمداساني وویل، دا قانون "داسې تګلارې پلې کوي چې له مخې یې په عامه توګه د ښځو شتون په بشپړ ډول له منځه ځي، د هغوی غږونه خاموش کوي، او هغوی له خپلې انفرادي ازادۍ څخه محروموي، او هڅه کوي چې ښځې په یو بې صورته او بې غږه سیوري بدلې کړي."

خو د طالبانو مشرانو د امر بالمعروف د نوي قانون په هکله د ملګرو ملتونو په اعتراضونو انتقاد کړی او پدې هکله یې اندیښنې "بې اساسه" بللې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په شبکې کې لیکلي، "که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندیښنه ښیي او رد کوي یې، لومړې دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG