د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ښځو شبکه: سولې بهیر کې د ښځو ګډون تلپاتې سوله تضمینوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغان ښځو شبکې غړي وايي، د سولې بهیر کې د ښځو ګډون او د دغه بهیر څارنه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګیدل تضمینولی شي.

د دې ټولنې غړو نن د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې مارچ اتمې په مناسبت په تیر ۲۰۲۰ کال کې د افغان ښځو د وضعیت په باب یو بشپړ راپور خپور کړ چې په کې د افغان ښځو ته متوجه ګواښونه او حل لارې په ګوته شوې.

د افغان ښځو شبکې په نامه د میرمنو د حقونو د ملاتړ د یوې ټولنې چارواکې وايي، چې د سولې، په خبرو او د سولې د بهیر څخه د څارنې په ګډون، د دغه بهیرپه ټولو پړاونو کې د ښځو ګډون او ونډه به په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو سره مرسته وکړي.

د دې شبکې یوه غړې فرشته فرح وايي، چې د شبکې د هلوځلو له امله اوس د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو له وړاندې په نړیواله کچه ملاتړ شته دی: "مونږ ډیر خوشاله یو، چې حتی نړیوال هم مونږ متوجه کړي، چې د ښځو حقونو ته باید توجه وکړي".

افغان ښځو د شبکې د پالیسۍ په سند کې ویل شوي، چې د سولې په خبرو اترو، موافقو او پلي کیدو کې ښځو د پام وړ ګډون او د دغه بهیر څخه څارنه به په افغانستان کې یوه تلپاتې او باعزته سولې تضمین کړي.

په دې سند کې د افغان ښځو شبکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره وړاندیز کړی، چې په ټولنه کې د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوې د کچې لوړول، کارموندنه، د ښځو پر وړاندې ټولنیزو محدودیتونو کمول، د قانون یو شان پلي کول او د بخښنې کلتور ته د پای تکی ایښودل کولی شي د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.

همداشان په راپور کې په سیمه ییزه او ملي کچه د رهبرۍ او پریکړو کې د ښځو لا زیات ګډون د قوانینو او پالیسو په جوړولو د ښځو جنسیتي اڼدول اود بنسټیزو حقونو د تضمین پر بنست د ملي پروګرامونو طرحه کول هم د ښخو څخه د ملاتړ لباره ضروري ګڼل شوي دي.

د افغان ښځو شبکه ۲۵ کاله وړاندې تاسیس شوې ده. میرمن فرشته فرح وايي، چې دې ټولنې د افغان ښځو په عامه پوهاوي او بیدارولو کې ډیر ستر رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG