په هرات کې په لومړي ځل نجونو د بایسکل ځغلونې سیالي وکړه. د سیالۍ تنظیمونکي وايي د دغه کار هدف په ټولنې کې د ښځو د حضور زیاتوالی او د هغوی په وړاندې د ناسمو دودونو پر ضد مبارزه ده.
د نجونو د بایسکل ځغلونې دغو سیالیو ته د ځان پر ضد د ټولنې ناسمو دودونه "نه" ووايئ، نوم ورکړل شوی و. بایسکل ځلغونکې وایي، هڅه کوي له دې لارې د ښځو حقونو ته مبارزه دوامداره او پراخه کړي.
د " مبارزو نجونو" په نامه یوې پنځه کسیزې ډلې دغه سیالي جوړه کړې وه، چې ۲۵ نجونو په کې بایسکل وځغلوه؛ د نجونو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو. دوی د هرات ښار نه د باندې د غره په یوڅنډې کې سیالي وکړه.
دا سیالي تر ډېره سمبولیکه وه او بایسکل ځغلوونکو په کې ۶۰۰ مېتره واټن وواهه.
د سیالیو یوه تنظمیونکې سهبا بارکزۍ وايي د ښځو د فعالیتونو په اړه د ورزشکارو نجونو په اړه د نارینو د ناسم درک او د لوبغاړو د خوندیتوب په موخه یې، دغه سیالي د عامو خلکو له نظر نه پناه وکړه.
بایسکل ځغلونکې الهه خالقي وايي دا لومړی ځل دی چې دوی د ښځو په وړاندې د ټولنې د ناسمو دودونو پر ضد دا ډول اقدام کوي، خو هیله یې دا ده چې له دې وروسته به دا مبارزه په کورونو کې هم پیلوي.
په هرات کې مدني فعالانو هم دغه کار وستایه او تر څنګ یې له نارینو یې وغوښتل ښځو ته لا درناوی زیات کړي. هغوی له کورنیو هم وغوښتل، چې خپل لورګانو او زامنو ته مساوي حقونه او اسانتیاوې ورکړې او ورزشونو ته یې وهڅوي.
هرات د افغانستان د هغو ولایتونو په سر کې شمېرل کیږي، چې په کې په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې په کې د ښځو او نجونو د لوبو او ورزش په برخه کې پام وړ کارونه شوي دي.