د لاس رسي وړ اتصالات

د 'سولې ځوان سفیران' اتو هیوادونو ته د سولې پیغام رسوي


ټاکل شوې چې د سولې ځوانو سفیرانو دغه ډله اتو هیوادونو ته د سولې پیغام ورسوي.
ټاکل شوې چې د سولې ځوانو سفیرانو دغه ډله اتو هیوادونو ته د سولې پیغام ورسوي.

د افغانستان 'د سولې ځوانو سفیرانو ډلې' دیرشو نجونو، په دغه هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د بایسکل ځغلولو سمبولیک حرکت پیل کړ.

د دغې ډلې مشرې کلثوم زهرا امریکا غږ آشنا ته وویل، د سولې د ځوانو سفیرانو په ډله کې له ټولو ولایتونو څخه ځوانان شامل دي او د دغو ځوانانو له شمیرې نن دیرش تنه نجونو په کابل کې د بایسکل په ځغلولو سره، د خپل پروګرام پرانیسته وکړه.

هغې وویل "دا یو اوږدمهال پروګرام دی، د سولې د ځوانو سفیرانو ډله په څلورو برخو کې پروګرامونه لري، لومړی یې د سولې په لاره کې ګام ایښودل وو، چې نن د نجونو له خوا د بایسکل په ځغلولو ترسره شو، ورپسې د قزاقستان سفر دی، هلته د ارزونې او سایکل ځغلونې لپاره څلور تنه له افغانستان څخه اتو هیوادونو ته سفر کوي، سایکل ځغلوي او د سولې پيغام وړي".

دغه پروګرام چې 'د سولې په لاره کې ګام ایښودلو' په نوم پیل شوی، اصلي هدف یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر اړتیا ټینګار او د سولې له بهیر څخه د کورني او بهرني ملاتړ راجلوبل ښودل شوی دی.

ټاکل شوې چې دغه سایکل ځغلوونکي له قزاقستان وروسته، تاجکستان، ازبکستان، روسیه، بلاروس، جرمني، او په پای کې فرانسې ته سفر وکړي.

دوی به د خپل سفر پر مهال د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو په استازیتوب ټینګار وکړي، چې د افغانستان د جګړې اوږدیدل به نړیواله سوله له ګواښ سره مخ کړي.

دغه پروګرام چې د جنوري په یولسمه په کابل کې پيل شو، د روان عیسوي کال په وروستیو کې به په فرانسه کې پای ته روسیږي.

XS
SM
MD
LG