د لاس رسي وړ اتصالات

صدیق اتل : محمد نبي راسره د منډو په کولو کې ډیره مرسته وکړله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی صدیق اتل وایي چې د آیرلینډ سره په لوبه کې د منډو په کولو کې مشر لوبغاړي، محمد نبي ورسره ډیره مرسته کړې.

په یوې ویډیو کې چې د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فیس بوک پاڼې کې خپره شوې، دې ځوان لوبغاړي ومنله چې د لوبې په پیل کې په پرله پسې توګه د افغان توپ وهونکو سوځیدو له کبله د فشار لاندې و.

خو اتل وایي د مشر لوبغاړي په توګه محمد نبي ورسره د منډو په کولو کې مرسته وکړله.

هغه وویل، " ما نن له نږدې د محمد نبي مشري ولیده. زما د منډو په کولو کې یې ډیره ونډه درلوده. زه یې هر څه ته متوجه کولم چې څنګه لوبه وکړم".

سره لدې چې صدیق اتل د رحمان الله ګربز سره یو ځای د افغان لوبډلې لپاره د توپ وهنه پیل کړې وه خو محمد نبي داسې مهال ورسره په میدان کې یو ځای شو چې د افغانستان د سر څلور لوبغاړي سوځیدلي و او د ټولې لوبډلې منډې یوازې ۱۴ وې.

خو نبي او اتل په ګډه ۷۸ منډې وکړلې او په پای کې صدیق اتل چې د دوو منډو کولو هڅه یې کوله، وسوځید.

دا دویم ځل و چې صدیق اتل د افغانستان ملي لوبډلې لپاره شل اوریزه لوبه کوله. هغه په لومړۍ لوبې کې یوازې یوه او په دویمې کې ۳۵ منډې وکړلې.

افغانستان د یکشنبې ورځې په لوبې کې آیرلینډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او آیرلینډ تر منځ دریو شل اوریزو لوبو لړۍ کې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه ګټلې ؛ دریمه او وروستۍ لوبه دوشنبه مارچ ۱۸مه د شارجې په لوبغالي کې کیږي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG