د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کتابونو بازار سوړ شوی - د کتابونو پلورونکي


افغان کتاب پلورونکي اټکل کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمن کېدو وروسته د کتابونو د پېر او پلور بازار لږ تر لږه ۵۰ سلنه را لوېدلی دی.
افغان کتاب پلورونکي اټکل کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمن کېدو وروسته د کتابونو د پېر او پلور بازار لږ تر لږه ۵۰ سلنه را لوېدلی دی.

په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ د کتابونو پر بازار هم سیوری غوړولی. د یو شمېر کتاب پلورنځیو مالکان وايي، کاروبار یې د تیرو کلونو په پرتله پیکه شوی دی.

په کابل کې د اکسوس کتاب پلورنځي فرهنګي مسوول صفي الله ناصري وايي چې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د علمي او ښوونیزو مراکزو نیمه فعالیت هم د کتابونو لوست او بازار ته زیان رسولی دی.

ښاغلي ناصري امریکا غږ ته وویل: "هدفمند خلک مشکلاتو ته نه تسلیميږي او خپل کار کوي. خو د علمي او ښوونیزو مراکزو تزلزل هم د کتابونو لوست او بازار ته صدمه رسولې ده."

کتاب پلورونکي اټکل کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمن کېدو وروسته د کتابونو د پېر او پلور بازار لږ تر لږه ۵۰ سلنه را لوېدلی دی.

که څه هم یو شمېر افغان ځوانان وايي، په افغانستان کې د مطالعې او کتابونو علاقمندان زیات دي او ځیني لیکوالان نوي کتابونه چاپوي، خو په هېود کې د فرهنګي غونډو او ادبي مشاعرو بهیر ورو شوی او روانې بې روزګارۍ له خلکو څخه د کتابونو د پېر وس اخیستی دی.

ماهر احسانزی چې په ژورنالیزم کې لس کلنه تجربه لرې، د "مسلکي خبر لیکنه" تر عنوان لاندې کتاب تازه له چاپه راوتلی دی.

که څه هم ښاغلی احسانزی د کتاب او مطالعې له روان وضعیت څخه خوښ نه دی، خو د کتابونو د چاپ، د ادبي بهیرونو د بیا پیل او لیکوالو د بیا را ټولېدو خبره کوي.

هغه زیاتوي: "معمولا د غونډو او نمانځغونډو پر جوړېدو مصرف راځي. متاسفانه چې اوسنی وضعیت ښه نه دی. بله خبره د افغانستان څخه ځیني لیکوالان ووتل او د ځینو بهیرونو مشران هم اوس په وطن کې نه دي او معمولا د بهیرونو بیا انسجام او را ټولېدل یو څه وخت نیسي."

خو بل لور ته پر مطالعه روږد ځوانان وايي، په زیات شمېر کسان لا هم د علمي کتابونو لپاره کتاب پلورنځیو او کتابتونونو ته ځي. دغه ځوانان له طالبانو غواړي چې د دندو په را منځته کولو او د بیکارۍ په له منځته وړلو کې د دوئ لاسنیوی وکړي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هره اونۍ په کابل او نورو ولایتونو کې د ځوانانو له لوري د کتابونو د چاپ مخکتنې غونډي جوړېدې. فرهنګي فعالان وايي، د موجوده اقتصادې کړکېچ تر څنګ، د حکومت له لورې لګول شویو ځینو محدودیتونو هم د کتابونو د لوست فضا پیکه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG