د لاس رسي وړ اتصالات

دولت ځدراڼ ژوبل شو، له بنګله دېش او هند سره سیالیو کې نشته


دولت ځدراڼ د افغانستان تیز توپ اچوونکی دی
دولت ځدراڼ د افغانستان تیز توپ اچوونکی دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی دولت ځدراڼ په پښه ټپي شوی.

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه وایي چې دولت ځدراڼ په هند کې د تمریناتو پرمهال ټپي شوی او "ډاکټرانو ورته د یوې میاشتې ارام سپارښتنه کړې ده"

بورډ وايي "نوموړی به د زنګانه د ټپ له امله له بنګله دیش سره په دریو شل اوریزو لوبو کې او همدا راز له هند سره په ټیست لوبه کې ونه لوبیږي."

شاید دا د افغانستان د کرکټ لپار خبر نه وي، تر حمید حسن وروسته دولت ځدراڼ د افغان لوبډلې هغه توپ اچوونکی بلل کیږي چې د توپ سرعت یې تر ۱۴۰ زیات دی او د افغانستان لپاره له څو پرلپسې کلونو راهېسې مسلسل لوبېدلی او ځلېدلی دی.

دا مهال د افغانستان لسګونه ملي لوبغاړي په هند کې په تمرینونو بوخت دي چې له بنګله دېش او هند سره سیالیو ته چمتو شي.

افغانستان د جون په درېیمه له بنګلدېش سره د ۲۰ اورونو د دریو لوبو لړۍ پیلوي. له دغو لوبو وروسته بیا له هند سره تاریخي ټسټ لوبه کوي چې هغه د همدغې میاشتې په ۱۴ نیټه پیلیږي.

دا مهال پر شاپور ځدراڼ سربېره د افغانستان په ملي لوبډلې کې فرید ملک، افتاب علم، نوین الحق او ځينې نور تیز توپ اچوونکي شته، خو لا معلومه نه ده چې د دولت ځدراڼ پر ځای به کوم یو لوبغاړی دغو سیالیو ته غوره کیږي.

XS
SM
MD
LG