د لاس رسي وړ اتصالات

که اسلام اباد کابل ته تجارتي ستونزي جوړوي، تاوان کوي- قوقندي


له پاکستان سره د افغانستان سوداګري تر نیمايي هم کمه شوې ده
له پاکستان سره د افغانستان سوداګري تر نیمايي هم کمه شوې ده

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د کابل-اسلام اباد ترمنځ سوداګري د تېرو کلونو په پرتله سمه نیمايي راښکته شوې ده.

وزارت وايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت کچه یو نیم ملیارد ډالرو ته راښکته شوې چې ۶۰۰ملیون صادرات او نژدې ۹۰۰ ملیون ډالر یې واردات دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ ته وویل چې افغانستان اوس له ۱۶۳ هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او "که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې ایجادوي، ډېر تاوان به پخپله وګالي."

ښاغلی قوقندي وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ ښې اړیکې غواړي او نژدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو مسئلو یوه غونډه وشي چې ستونزو ته به د حل لار پیدا شي. نوموړي د دغې غونډې په اړه نور جزییات ورنکړل.

ښاغلي قوقندي دا خبرې داسې مهال کوي چې ​د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي پاکستان د تېرو پنځو میاشتو راهیسې له افغان سوداګرو نه د میوو او سبزیجاتو د روغتیايي سند د غوښتنې په پلمه هغه هیواد ته د افغان صادراتو مخه نیولې ده.

ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د دوشنبې په ورځ (اپریل۱۶) یو کنفرانس ته وویل چې پاکستان د افغانستان پر کرنیزو صادراتو شرایط سخت کړي او که دغه ستونزه حل نه شي، افغان سوداګر به زیانمن شي.

هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستاني مالونو او وارداتو په اړه خپل شرایط سخت کړي.

د کابل-اسلام اباد خرابو اړیکو تورخم کې هم کاروبار زیانمن کړی

د ننګرهار چارواکي وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په کمېدو سره په تورخم کې هم سوداګريز فعالیتونه کم شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي په تیرو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت کچه له دوه اعشاریه اوه ملیارده ډالرو نه یو اعشاریه دوه ملیارده ته راټیټه شوې ده.

په تورخم کې لارۍ چلوونکي وايي له یوې خوا د دواړو هیوادونو اړیکې پیکه شوي او له بلې خوا د تورخم اخوا او دیخوا له بار وړونکو موټرو نه په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل زیات شوي دي.

یو موټر چلونکی شمیم ګل وایي "افغانستان غاړې ته ډېر واردیدونکي، وړه، غوړي، بوره او تازه میوه وه، خو اوس د تورخم دروازې ته په ډېرو نژدې دکانونو کې هم د ځايي دکاندارانو له قوله، خلک د پاکستاني توکیو اخیسلتو ته زړه نه ښه کوي."

د تورخم یو دکاندار ممتاز وایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په کمیدو سره ځايي خلک هم بې کار او بې روزګاره شوي دي. محمود نومی دکاندار چې د تېرو اوو کالو راهیسې په تورخم کې کاروبار کوي، وايي اوس یې ګټه وټه بیخي راکمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG