د لاس رسي وړ اتصالات

د سمنګانو بادام؛ یوه ونه دولس زره افغانۍ ګټه جوړوي


د سمنګانو بادام د ښه خوند او کیفیت له امله زیات شهرت لري.
د سمنګانو بادام د ښه خوند او کیفیت له امله زیات شهرت لري.

په سمنګان ولایت کې د بادامو نږدې ۸۰ فیصده ونې پیوند شوي او حاصلات يي زیات دي.

د سمنګان د کرنې ریاست مسولین وايې بزګران پر خپلو ځمکو د بادامو باغونه جوړ کړي، خو ددغو باغونو اتیا فیصده ونې پیوندې دي.

د سمنګانو بادام د ښه خوند او کیفیت له امله زیات شهرت لري. بزګران وایې د بادامو یوه ونه یې تر دوولس زرو افغانیو ګټه جوړوي.

د کرنې او مالدارۍ مربوطه ادارې له بزګرانو سره د باغونو په ساتلو او پاللو کې مرسته کوي. د سمنګان یو تن بزګر وایې چې دی پر یو جریب ځمکې د بادامو ۵۰ ونې نهال کړي دي.

د زراعت ریاست د مامور عبدالرشید په وینا پدې وروستیو کې په سمنګانو کې تر ډیره حده کرنه په مسلکي توګه کیږي.

سمنګان د افغانستان یواځینی ولایت دی چې د بادامو ډیر باغونه پکې شته. بزګران یې وایې چې دوي د اوبو د کموالي له امله د بادامو ونې کښېنوي ځکه چې دغه ونې د اوبو په کمښت کې هم وده کولی شي او حاصلات یې خورا زیات وي.

د سمنګانو بادام؛ یوه ونه دولس زره افغانۍ ګټه جوړوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

XS
SM
MD
LG