د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د لومړي ځل لپاره درې بهرني روزنکي ګمارلي دي


د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبډلې ته د بیټنګ،بالنګ او فیلډنګ لپاره درې بهرني روزوني ګمارلي دي.

د بورډ په رسمي ټویټر کې لیکل شوي چې د جنوبي افریقا پخوانی تیز توپ اچونکی چارل کینیت لینګویلډیت د بالنګ، د آیرلنډ پخوانی تیز توپ اچونکی جان فرانسز موني د فیلډنګ او مورګانګ جګدیش دیسای د بیټنګ روزونکی ګمارل شوی.

افغانستان ملي لوبډله مشر روزونکی هم لري چې د ویسټ انډیز د لوبډلې پخوانی لوبغاړی فیل سیمنز دی.

کرکټ بورډ په ټویټر کې لیکلي دي چې دا "روزونکي موقتي دي او د ملي لوبډلې سره به د ۲۰۱۸ کال تر پایه د روزنې په برخې کې کار کوي."

د افغانستان ملي لوبډله بله میاشت د زمبابوې د لوبډلې سره په عربي متحده اماراتو کې دوه د شلو شلو اورونو او پنځه یو ورځنۍ لوبې لري. تر هغې وروسته ملي لوبډله په زمبابوې کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره زمبابوې ته ځي.

دا سیالۍ د همدې روان کال د مارچ په میاشت کې کیږي. افغانستان په ‌Bګروپ کې د زمبابوې، سکاټلنډ او هانګ کانګ د لوبډلو سره دی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG