د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ نوی والي مزار ته تللی


ولسمشر غني انجینر داود د ښاغلي عطا په ځای وګماره
ولسمشر غني انجینر داود د ښاغلي عطا په ځای وګماره

د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي چې نوی والی انجینر محمد داود د خپل پلار په جنازې کې د ګډون لپاره مزار ته تللی دی.

په بلخ کې د ۷۰۷ پامیر زون د پولیسو ویاند سید سرور حسیني امریکا غږ ته وویل چې پولیس د ښاغلي داود د امنیت ساتلو دنده په غاړه لري. نوموړي وویل چې ښاغلی داود د سه شنبې په ماښام بلخ ته رسېدلی دی چې د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د بلخ د امنیې قومندانۍ وايي چې دوی د ښاغلي داود په راتګ خبر نه دي. یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې د بلخ لېرې کړل شوي والي عطا محمد نوري ویلي دي چې ښاغلی داود له رسمي تشریفاتو او نظامي ځواک پرته د یو عادي کس په توګه بلخ ته ورتللی شي.

ویل کیږي چې د جنازې له مراسمو وروسته به ښاغلی داود بېرته کابل ته ستنیږي. د هغه د پلار د جنازې مراسم د چهارشنبې په ورځ کیږي. ولسمشر غني څه موده مخکې د بلخ د والي عطا محمد نور استعفی ومنله او پر ځای یې ښاغلی داود وګماره خو ښاغلي نور ویلي دي چې استعفی یې د منلو نه ده

XS
SM
MD
LG