د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د مالټو حاصلات زیات شوي - کروندګر


د تېر کال په پرتله سږکال په ننګرهار ولایت کې د مالټو حاصلات زیات شوي‌ دي.
د تېر کال په پرتله سږکال په ننګرهار ولایت کې د مالټو حاصلات زیات شوي‌ دي.

د ننګرهار ولایت باغوانان وايي سږکال یې د مالټو حاصلات زیات شویدي، خو دوی اندېښنه لري چې افغانستان ته د پاکستاني میوو وارداتو سره یې سوداګري کمه شوې ده.

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د مالټو په باغونو کې په سلګونو کروندګر او کارګر په کار بوخت دي.

کروندګر غلام نبي وايي: "دا زموږ د وطن تولید دی. زه او دلته ټول ځوانان خوشحاله یو. زما هیله له شتمنو خلکو څخه دا ده چې دغه کارونو کې مرسته وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي."

باغوانان پدې باور دي چې د باغونو په ودې سره نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابریږي.

سږ کال په ننګرهار ولایت کې پر ۱۷۵۰۰ جریبه ځمکه تر ۳۰۰۰ ټنو زیات د مالټو حاصلات شویدي. افغان سوداګر وايي، که څه هم په کور دننه تر ډېره له افغاني محصولاتو استفاده کیږي، خو اندېښنه لري چې پاکستاني میوجاتو یې تر ډېره بازار خراب کړیدی.

سوداګر نواب خان د طالبانو له حکومت غواړي چې د افغاني محصولاتو په موسم کې باید پر پاکستانۍ مېوو محصول لوړ کړي.

نواب خان امریکا غږ ته وویل: "موږ دا غوښتنه څو ځله کړې چې د دوو میاشتو لپاره د پاکستان پر مېوې محصول زیات کړي. که دوی محصول نه زیاتوي دا زموږ پر مېوو سخت تاثیر کوي. زموږ مالټې دوې میاشتې دوام کوي او همدې وخت کې باید محصول پر پاکستانۍ میوه لوړ شي."

بلخوا د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي هڅه کوي د مالټو باغونو ته لا زیاته وده ورکړي، د مالټو او نورو مېوو حاصلاتو وده وکړي او لا زیات ځوانانو پر دندو وګمال شي.

د ننګرهار د کانال رئیس غلام الرحمن کظیم امریکا غږ ته وویل: "د هیواد د خودکفايي لپاره ننګرهار کې خاصتآ د کانال پر ځمکو د مالټه باغونو، لیمو باغونو او نارنجو د باغونو پروسه روانه ده. تر اوسه پورې ۱۷۵۰۰ جریبه ځمکه مالټو ته ځانکړې ده او نور هم کوښښ کوو چې دا پروسه چټکه کړو."

ننګرهار په افغانستان کې د ستروس میوو د حاصلاتو له مخې یو له لویو ولایتونو شمېرل کیږي، چې یو وخت یې حاصلات بهر ته هم صادرېدل، خو له کله چې د پاکستانۍ میوو واردات پر افغانستان را مات شویدي، د مالټو په ګډون یې د افغانستان د ټولو میوه جاتو بازار خراب کړیدی، دا چې طالب چارواکي به د پاکستانۍ میوو مخه ونیسي که نه، لا څرګنده نده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG