د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه- څلورمه ورځ: بند امیر او مس عینک اتلانو وګټلې


د کرکټ بورډ وايي شاوخوا ۱۲ کسان د دغو لوبو لیدو ته ورغلي وو
د کرکټ بورډ وايي شاوخوا ۱۲ کسان د دغو لوبو لیدو ته ورغلي وو

د افغانستان د شپږیزې د کرکټ لیګ سیالیو په څلورمه ورځ هم دوې لوبې وشوې، چې ګټونکي یې د بند امیر ښاماران او مس عینک اتلان وو.

په اولې لوبې کې بند امیر ښامارانو سپین غر زمریانو ته د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ چې سپین غر لوبډلې یوازې ۸۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د لوبې غوره لوبغاړی شاهدالله مندوزی شو چې په ۳۹ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې.

په دویمې لوبې کې بیا مس عینک اتلانو د امو نهنګانو ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه. امو نهنګانو مس عینک اتلانو ته ۱۱۱ منډو هدف ورکړ چې هغوی د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اور کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ شو چې درې کسان یې سوځولي وو.

سبا د جمعې په ورځ- سپتمبر۱۶- هم دوې لوبې دي چې بست ساتونکي به له بند امیر ښامارانو اوسپین غر زمریان به له کابل بازانو سره لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG