د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې سبا په کابل کې پیلیږي


د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو کې د بهرنیو لوبغاړو په ګډون شاوخوا دیرش تنه روزونکي، لوب‌څاران او کامینټیټران هم ګډون لري.
د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو کې د بهرنیو لوبغاړو په ګډون شاوخوا دیرش تنه روزونکي، لوب‌څاران او کامینټیټران هم ګډون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او دا لوبې سبا د دوشنبې په ورځ د کابل بازانو او بوست ساتونکو ترمنځ د لومړۍ سیالۍ په ترسره کیدو پیلیږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې د شپږیزې کرکټ لیګ په پنځم پړاو سیالیو کې د پام وړ بدلونونه راغلي او دا ځل به دغه سیالۍ له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره او د رسنیو له لارې خپرې شي.

د ښاغلي هوتک پر وینا په دې سیالیو کې د ګډون لپاره لسګونه بهرني لوبغاړي، روزونکي، لوب‌څاران او د لوبو مبصرین (کامینټیټران) کابل ته رسیدلي دي.

هغه وویل "شاوخوا دیرش تنه بهرني روزونکي او لوبغاړي په دې لیګ کې ګډون کوي، دا سیالۍ سبا د سیپټمبر په ۱۱مه رسماً پیلیږي او د سیپتمبر تر ۲۲مې ورځې به دوام وکړي".

د زمبابوی لوبغاړی همیـلټن مسکدزا او سکندر رضا، د سریلانکا لوبغاړی اشان پرینجان، د سویلي افریقا لوبغاړي عبدالحق رزاق او کیمرن ډلپورټ او د پاکستان پخوانی لوبغاړی عبدالرزاق هغه بهرني لوبغاړي دي، چې د شپږیزې لیګ په مختلفو لوبډلو کې به ولوبیږي.

ټاکل شوې وه چې په دغو سیالیو کې د پاکستان نوم وتی الرونډر لوبغاړی شاهد افریدی هم د سپین‌غر بازانو د لوبډلې له خوا ولوبیږي، خو هغه د ځینو شخصي ستونزو له امله په دې سیالیو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږیزې په لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو او روزونکو له ګډون څخه به د کرکټ ځوان لوبغاړي ښې تجربې ترلاسه کړي.

له نږدې څخه د دغو سیالیو د لیدلو لپاره په کابل او ولایتونو کې د ټیکټونو پلورن‌ځایونه جوړ شوي، چې یو ټيکټ له ۲۰۰ نیولې تر ۱۵۰۰ افغانیو پلورل کیږي.

دغه راز دا ځل کرکټ بورډ د لوبو د نندارۍ لپاره ښځینه نندارچیانو ته هم آسانتیاوې برابرې کړي او ۵۰۰ څوکۍ یې ورته ځانګړې کړې دي.

د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې چې له پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترسره کیږي، لومړنۍ سوداګریزې لوبې دي، چې په کې هره لوبډله بولۍ ته وړاندې کیږي او د سوداګرو له خوا په مختلفو بعیو اخیستل کیږي.

افغانستان چې د کرکټ لنډ تاریخ لري خو په وروستیو دوو لسیزو کې یې په دې لوبه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او له همدې امله یې سږکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG