د لاس رسي وړ اتصالات

شفیق ستانکزی: د افغانستان کرکټ تل له توطیو سره مخامخ دی


شفیق ستانکزي په اصل کې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هغه ته د خپاره شویو منسوبو غږونو په غبرګون کې خپره کړې ده
شفیق ستانکزي په اصل کې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هغه ته د خپاره شویو منسوبو غږونو په غبرګون کې خپره کړې ده

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایي مشر هغه ته منسوب خپاره شوي غږونه د "دښمنانو توطیه" وبلله.

شفیق ستانکزي ددغو غږونو خپرونکی/خپرونکي "دښمنان" یاد کړل خو وايي چې هغوې ته به "غاښ ماتونکی" ځواب ورکړي. ښاغلي ستانکزی وايي چې د افغانستان کرکټ تل له توطیو سره مخامخ دی، خو جزییات ورنکړل چې دا دښمنان څوک دي او ولې د افغانستان کرکټ ته توطیې جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې د ښاغلي ستانکزي یوه تازه ویډیوه خپره شوې، هغه په اصل کې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هغه ته د خپاره شویو منسوبو غږونو په غبرګون کې خپره کړې ده.

د ښاغلي ستانکزي غږونه په اول ځل د ای اف جي کرکټ په نامه یوې فیسبوک پاڼې خپاره کړل. ځینو کسانو چې له هغه سره نژدې کار کړی دی، امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوي فکر کوي چې دا غږونه په خپله د ښاغلي شفیق ستانکزي دي.

په خپاره شویو غږونو کې ښاغلی ستانکزی په ارګ کې ځیني کسان او د کابینې ځینې وزیران د کرکټ بورډ د مخکني مشر نسیم دانش په لېرې کولو او د بورډ په چارو کې په لاس وهلو تورنوي.

هغه همدغه راز د کرکټ د ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو نومونه اخلي او په ټېنګار سره وايي چې دی پر ټولو لوبغاړو اغیز لري. داسې ښکاري چې ښاغلی ستانکزی په کوم شخصي مجلسکې دا خبرې کوي، ځکه چې په خبرو کې یې رسمیات نه لیدل کیږي او د نورو کسانو غږونه هم ورسره اوریدل کیږي چې دی ورته لگیا دی.

دا خبرې د افغانستان په کرکټ بورډ کې د ژورو اختلافاتو، فساد او بهرنیو لاسوهنو څخه پرده پورته کوي. افغانستان په تېرو څو کلونو کې په کرکټ کې خورا ځلېدلی او د نړیوالو پام یې ځان ته اړولی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG