د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مهمو داخلي سیالیو لوبډلې اعلان شوې


د افغانستان د لست آې سیالیو لوبډلې اعلان شوې
د افغانستان د لست آې سیالیو لوبډلې اعلان شوې

د افغانستان کرکټ‌ بورډ د دغه هېواد د مهمو کورنیو یوې ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې او د دغو لوبو مهالوېش اعلان کړ.

دا «List A» سیالۍ دي چې د «غازي امان الله خان»‌ تر نامه لاندې د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو تر ټولو ستره او مهمه بڼه ده.

په دغو سیالیو کې افغانستان په پنځو زونونو:‌ سپین غر، مس عینک، آمو، بست او بند امیر باندې وېشل شوې دي او په ترتیب سره رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او اصغر افغان یې لوبډلمشران دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې دا لوبې به له روژې وروسته د مۍ په ۱۸ نېټه پیلیږي او د جون په ۱۲ به ختمیږي.

دا ټولې لوبې به په کابل کې کیږي او په دغو سیالیو کې د لوبغاړو لپاره د ګډون کولو یو مهم شرط د یو-یو ازموینه اېښودل شوې ده.

دا ازموینه په اصل کې د لوبغاړو فزیکي وړتیا په ګوته کوي او هر لوبغاړی چې له دې ازموینې بریالی راووځي، په دې مانا چې د نړیوالو لوبو یو مهم شرط یې پوره کړ.

د افغانستان د لست اې لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا سره هم رسمیات لري او ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي لوبډلې په لوبغاړو سربېره لسګونه داخلي لوبغاړي په کې ولوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دغو لوبو یو مهم هدف د ملي لوبډلې لپاره د ښو استعدادونو موندل او په افغانستان کې د کرکټ وده ده.

XS
SM
MD
LG