د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ بورډ "لسګونو لوبغاړو ته معاشونه" ندي ورکړي


د افغانستان د کرکټ د الف لوبډلو ځینې لوبغاړي ادعا کوي چې بورډ یې د "اوو میاشتو" معاشونه ندي ورکړي.

د الف لوبډلو لږ تر لږه دوو لوبغاړو چې نغواړي نومونه یې خپاره شي، امریکا غږ ته وویل چې کرکټ بورډ د الف لوبډلې او کورنیو سیالیو د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو معاشونه ندي ورکړي.

یوه لوبغاړي وویل "شپږ اووه میاشتې کیږي چې زموږ معاشونه یې ندي راکړي، کابل کې یې غورځولي یو، والله که مو څوک غږ هم اوري، کله وايي سي اوو (اجرايي رئیس) نشته کله وايي چیرمین (عمومي مشر) نشته، کله یوه خبره کوي او کله بله، موږ اخر څه وکړو! انسانان یو خاورې وخورو؟"

یو بل لوبغاړي چې په وټس اپ کې يې امریکا غږ خبریال ته خپل غږ پرېښی دی، وايي "له موږ سره یې قرار داد وکړ، راته یې وویل معاشونه به درکوو، یوه میاشت به هند کې یی، یوه میاشت به سرېلنکا کې، یوه میاشت به استرالیا کې، لوبې به کوی او کرکټ به کوی، خو ټولې خبرې هوايي وې، نه فټنس شته، نه لوبه شته او نه هم تنخوا. ډېره بدبختي روانه ده، څوک مو پوښتنه نکوي".

امریکا غږ د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ته د دغو لوبغاړو شکایت ورسوه، خو هغه پدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

همدغه راز امریکا غږ د کرکټ بورډ ویاندانو ته هم پرلپسې تیلیفونه وکړل، خو هغوی ځواب ورنکړ.

الف لوبډله

په کرکټ او بلې هرې لوبې کې الف لوبډله تقریبآ د ملي لوبډلې ځای ناستې بلل کیږي. الف لوبډلې کې ته د ۱۹ لوبډلې، کورنیو سیالیو مهم لوبغاړي او د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي لوبیږي چې ملي لوبډلې ته برابر شي.

د افغانستان د ملي لوبډلې ځیني اوسني لوبغاړي لکه ناصر جمال، نجیب ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، شرف الدین اشرف او نور د ۱۹ کلنو او الف لوبډلې لوبغاړي دي.

د الف لوبډلې ارزښت ته په کتو باید دا لوبغاړي ښه وپالل شي او ښه وساتل شي. یو مهال افغانستان دا ادعا کوله چې بودیجه او امکانات نلري، خو اوس د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا دغه شورا ورته د کال څه باندې څلور میلیونه ډالر بودیجه ورکوي*. پر دې سربېره میلیونه ډالر د اعلانونو او نورو قراردادونو له لارې ترلاسه کوي.

د الف لوبډلو ځینو لوبغاړو امریکا غږ اشنا ته وویل که حالت همداسې روان وي "شاید ډېر لوبغاړي له کرکټ سره خدای په اماني وکړي".

په افغانستان او نورې نړۍ کې د لوبغاړو ټول عایدات همدا تنخوا ده د اعلانونو له لارې ترلاسه کېدونکې پېسې او د هرې لوبې پر سر ورکول کېدونکې پېسې دي.

*یادونه: په راپور کې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ بودیجه شاوخوا ۶۰ میلیونه لېکل شوې وه چې اصلاح شوه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG