د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلینډ سره د سیالیو لپاره د کرکټ افغان ملي لوبډلې اعلان شوې


ټاکل شوې، چې افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې به د اګسټ په وروستیو کې په ایرلنډ سره لوبې وکړي.
ټاکل شوې، چې افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې به د اګسټ په وروستیو کې په ایرلنډ سره لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه (زمري ۳مه)د ایرلینډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لپاره دوه جلا د کرکټ ملي لوبډلې اعلان کړې، چې د دواړو لوبډلو مشري به اصغر ستانکزی وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اګسټ د میاشتې له شلمې نه تر ۳۱ نیټې پورې د ایرلینډ په خلاف ولوبیږي، درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې به له دغې سیالې لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي د کمېټې مشر نوروز منګل نن کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ددغو دوو لوبډلو د اعلان په مهال وویل چې دا لوبغاړي په وروستیو کې د ښې وړتیا ښودلو او ایرلینډ پیچونو ته په کتلو غوره شوي دي.

هغه وویل "ایرلینډ پیچونو ته په کتو مو دا ټیمونه اعلان کړي دي، تاسې پکې نوي لوبغاړي هم کتلی شئ".

د ایرلینډ په خلاف د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډله

اصغر ستانکزی - کپټان
محمد شهزاد - ویکټ کيپر

جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سعید احمد شیرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند.

د ایرلینډ په خلاف د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډله

اصغر ستانکزی - کپټان
محمد شهزاد - ویکټ کيپر

عثمان غني، حضرت الله ځاځی، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم او فرید ملک

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ایرلینډ په خلاف دا دواړه سیریزونه مهم دي او دا لوبې به په ایرلینډ کې ترسره شي.

افغانستان او ایرلینډ دواړو تازه ټسټ درجه اخیستې او په خپلو کې د کرکټ په سیالیو کې مزبوتې سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG