د لاس رسي وړ اتصالات

راشد درې کسان وسوځول؛ مجیب پرې څلوریزې ووهلې


راشد خان په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول
راشد خان په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول

د آی پي ال د روانو سیالیو په لړ کې د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې د کینګز ایلون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

سنرایزر حیدراباد ۱۳۲ منډو هدف ورکړ خو د پنجاب ټوله لوبډله په ۱۱۹ منډو وسوځېدله. دا لوبه د پنجشنبې په ورځ (اپریل۲۶) په حیدراباد کې وشوه. د پنجاب لوبډلې پچه وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د سنرایرزر حیدراباد په بري کې د راشد خان باولینګ د ستایلو او پام وړ و. راشد خان په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او په مهم وخت کې یې درې لوبغاړي هم وسوځول. هغه ته د لوبې د سټایلیش لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

په لومړي ځل د آی پي ال په سیالیو کې دوه افغانان سره مخامخ شول. راشد خان مجیب الرحمن ته باولینګ وکړ او هغه پرې دوه سر په سر څلوریزې ووهلې. په راشد خان باندې له مجیب پرته بل هېڅ یو لوبغاړي کومه څلوریزه او شپږیزه ونه وهله.

سنرایزر حیدراباد د خپلو بالرانو لوبه ستایلې ده

محمد نبي بیا په بیټینګ کې په دوو توپونو څلور منډې وکړې او وسوځېده. هغه دوه اورونه هم وکړل، ۲۴ منډې پرې وشوې خو کوم لوبغاړی یې هم ونه سوځوه.

مجیب ځدراڼ په څلورو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او شکیب الحسن یې هم وسوځوه. لوبڅارانو او مبصرینو د مجیب الرحمن باولینګ وستایه.

XS
SM
MD
LG