د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ د شهزاد لپاره مدافع وکیل نیسي


کرکټ بورډ وايي لا د کرکټ نړیوالې شورا ورته رسمي مکتوب استولی نه دی
کرکټ بورډ وايي لا د کرکټ نړیوالې شورا ورته رسمي مکتوب استولی نه دی

د افغانستان د کرکټ بورډ وایي په پام کې لري چي د محمد شهزاد محمدي لپاره یو مدافع وکیل ونیسي چې پر هغه د منع کړل شویو درملو د خوړلو د تور قضیه مخ ته یوسي.

د کرکټ نړیوالې شورا شهزاد محمدي تورن کړی چې منع کړل شوي درمل یې خوړلي دي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د شهزاد محمدي د قضیې د سپيناوي په موخه حقوقي کړنې ترسره کوي او د شهزاد د دفاع لپاره به مدافع وکیل نیسي.

د کرکټ بورډ یو مطبوعاتي چارواکي شرف الدین شاکر امریکا غږ اشنا ته وویل چې لا په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته رسمي خبر نه دی ورکړی او همدا چې رسمي خبر ورکړل شي، دوی به هم رسمي اقدامات وکړي.

ښاغلي شاکر وویل دوی په پام کې لري چې بیا به یو نړیوال مدافع وکیل ونیسي چې دا قضیه مخ ته یوسي.

لا معلومه نه ده چې افغان لوبغاړي محمد شهزاد محمدي څه ډول منع کړل شوي درمل خوړلي دي، خو د کرکټ نړیواله شورا وایي چې هغه یې معاینه کړې او معایناتو یې ښودلې چې منع کړل شوي درمل یې خوړلي دي.

د نړیوالو لوبو د اصولو له مخې هر هغه درمل چې لوبغاړي ته اضافي انرژي او قوت ورکوي او غښتلي کوي یې، خوړل یې منع دي. کرکټ بورډ وايي چې د ښاغلي شهزاد د قضیې د نورو اړخونو په اړه به جزییات اعلان کړي.

دا اول ځل دی چې په کوم افغان لوبغاړي باندې داسې یو تور لګول کیږي. شهزاد محمدي د افغانستان یوازینی لوبغاړی دی چې د ۲۰ اورونو، یوې ورځنیو او څلور ورځنیو سیالیو کې سلیزې کړي دي، هغه د خپلې لوبې له کبله ډېر مشهور دی.

ټاکل شوې چې د کرکټ نړیواله شورا د شهزاد محمدي په اړه رسمي پرېکړه د اپریل د میاشتې په ۲۶ اعلان کړي او له هغه وروسته به شهزاد پنځه ورځې وخت لري چې د معایناتو د نتیجې پر ضد او ۱۲ ورځې وخت لري چې د پرېکړې پر ضد اپیل وکړي.

که پر شهزاد دا تور ثابت شي شاید د څه وخت لپاره له لوبو منع کړل شي.

شهزاد لومړنی نړیوال لوبغاړی نه دی چې له دا ډول تور سره مخامخ کیږي، تر هغه مخکې یو شمېر نور نړیوال لوبغاړي هم له دا ډول تورونو سره مخامخ شوي، محکوم شوي، له لوبو منع کړل شوي او د سزا له ګاللو وروسته بېرته لوبو ته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG