د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ، فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۴)، وویل چې په چمپینز ټرافي کې د ګډون لپاره د افغانستان ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې او د ټورنمنټ له پیل وړاندې له پاکستان الف او نیوزیلنډ سره تمریناتي سیالۍ لري.
د اتو هېوادونو ترمنخ د چمپینز ټرافي سیالۍ د فبروري په ۱۹مه پیل کیږي او د افغانستان لومړنۍ لوبه د جنوبي افریقا سره د فبروري په ۲۱مه په کراچۍ کې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله د رسمي سیالیو له پیل وړاندې د پاکستان الف او نیوزیلنډ سره تمریناتي لوبې کوي.
د کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې "افغان اتلان به خپلې دوه تمریناتي لوبې د پاکستان الف لوبډلې او ورپسې دویمه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې په ترتیب سره د لاهور په قذافي او کراچۍ کرکټ لوبغالي کې د روانې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه ترسره کړي."
په چمپینز ټرافي کې افغانستان په بي ګروپ کې له استرالیا، انګلنډ او جنوبي افریقا سره یو ځای دی. د پاکستان، هند، بنګله دیش او نیوزیلنډ لوبډلې په اې ګروپ کې دي.
ددې ټورنمنټ لومړنۍ لوبه د فبروري په ۱۹مه د کوربه پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ کیږي. پایلوبه د مارچ په نهمه ده.
هند د سیاسي دلایلو له کبله دغه ټورنمنټ ته د لوبډلې له لیږلو څخه ډډه کړې او خپلې ټولې لوبې به په متحده عربي اماراتو کې کوي.
فورم \ دبحث خونه