د لاس رسي وړ اتصالات

فساد او قومي سیاست د افغانستان حکومت کمزوری کوي


د بشر د حقوقو د څارنې ډلې په یوې مقالې کې په دې تبصره کړې چې څنگه ادارې فساد او د قومونو نفاق حکومتدارې ضعېفه کوي.

د بشر د حقوقو د څارنې ویبپاڼې یوه مقاله خپره کړیده چې پکې ویل شوې په افغانستان کې د قومونو او هوئت په اساس سیاست کیږې چې دا دغه ملک ته سخت تاوان رسوي.

په دغه مقاله کې لیکل شویدي چې د روان کال د مۍ په ٣١ نیټه په کابل کې په یوې خونړۍ بمې چاودنې کې شاوخوا ١٥٠ تنه ووژل شول او په سلگونو تنه زخمیان شول.

مقاله زیاتوې چې په افغانستان کې په وروستیو کې په ځانمرگه بمې حملو کې زیاتوالې راغلی دي.

د بشر د حقوقو د څارنې دغه مقاله لیکې چې په افغانستان کې د ٢٠٠١ کال راپدیخوا دا د ترټولو زیاته خونړۍ حمله وه. د دغې حملې نه وروسته د قربانانیو د کورنیو غړې او خواخوږی د چاودنې ځایې ته راغونډ شول چې د مړو درناوې وکړي او خپل غم او غوسه څرگنده کړې. خو په دغو راغونډو شوو کې ځینې د حکومت سیاسي مخالفین و، هغوې دا فکر کاوه چې د خلکو غم غوسه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره استعمال کړي.

کله چې دغه مظاهره چیان د ولسمشر اشرف غنې د کور خوا ته نژدی شول نو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ترینه ٧ تنه ووژل شول. د دغې پیښې په سبا له په دغو وژل شوو کسانو کې د یو په جنازه کې ځانمرگه برید وشو چې پکې بیا ٧ تنه وژل شول او د سلو شاوخوا زخمیان شول.

د بشر د حقوقو د څارنې دغه مقاله لېکې چې سره لدې چې کابل مرگانیو حملو ځبلې دې خو د دغو مرگانیو حملو نه هم زیات چې کوم شی افغانستان ته خطر پېښوې هغه په دغه ملک کې د قومونو نفاق دی چې مخالفه سیاستمدران یې د خپلو مفادو لپاره کاروې.

General Dostum
General Dostum

د کابل هغه اوسیدونکې چې د طالبانو د وخت نه مخکې لا نه و ځیگیدلې او هغه وختونه یې په یاد ندي چې د مختلفو قومونو ډلو به د یو بل په سیمو باندې بمباري او ډزې کولی، د هغوې لپاره به دا کیدی شي نوې خبره وي او ډیر زیات اندیښمن به هم وي. هر څو چې په افغانستان کې موجود قومونه بیا د پخوا پشان نفاق نشې لیدلی خو اوس هم ځینې قومې مشران یواځې په خپل قوم کې محبوبیت لري. د سیاسي مشرانو د دغه وفادارانو له وجې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې خطرناک نفاق پیدا کیدی شي.

مقاله لیکې چې د کابل د ٣١ مۍ د برید نه وروسته چې کوم ډول عکس العمل ولیدل شو د هغې نه هم دا څرگندیږي چې قومونه نفاق لري. حتی د ولسمشر غني ځینې مخالفینو دا وویل چې ولسمشر د ترهگرو سره لاس یو کړیدی.

امریکا باید څه وکړي

مقاله لیکې چې په افغانستان کې په داسې حال کې شخړې زیاتې شوېدي چې امریکا د افغانستان لپاره نوې تگلاره جوړوي. د ټرمپ ادارې د دغې پالیسۍ په جوړولو کې ډیر وخت واخیست او داسې ښکارې چې دغه به په افغانستان کې د قواوو سره په مرسته او د طالبانو په ضد په عملیاتو متمرکزه وي.

مقاله وړاندیز کوي چې د امریکا د افغانستان لپاره په پالیسۍ کې داسې ټکې نشته چې د حکومتدارۍ سره مرسته وشي. قومونو یو بل ته نژدې شي، اختلافات راکم شي او د یوبل سره همکاري وکړي. باید دغو برخو ته پام وشې.

د بشر د حقوقو د څارنې دغه مقاله لېکې چې ځینې افغان ځوانان چې د افغانستان نه بهر په نورو هیوادونو کې لوی شویدي او یا ځیگیدلې دي. هغوې د ٢٠٠٢ کال نه وروسته افغانستان ته تللي. اوس دغه ځوانان هم د خپل کورنۍ د مشرانو پشان د قومونو په اساس په سیاست کې ښکیلیږي اوپه دی وجه سخت اندیښممن دي.

مقاله لیکې چې د ٢٠٠١ کال نه وروسته ، کله چې د طالبانو حکومت ړنگ شو ، افغانان په دی وجه خوښ و چې هغوې د راتلونکې لپاره هیله من و. د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې جگړه روانه وه خو د کابل شاوخوا ته امن و. جینکۍ ښوونځیو ته او میرمنو کارونو ته روانې شوې. داسې ښکاریده چې اوس به افغانستان ته په مکمل ډول سوله راشې. خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ړنگیدو نه وروسته د ادارې فساد مسلې دغه ملک یو ځلې بیا بی امنۍ ته ټیلواهه.

مقاله لیکې چې افغانان په دی جگړې کې د پاکستان په رول هم سخت غوسه دي. هغوې په پاکستان تور لگوې چې د ترهگرو ملاتړ کوي. خو د واشنگټن نه په دی هیله دي چې د ولسمشر ټرمپ اداره به د پاکستان په هکله نوې پالیسي غوره کړې چې هغوې د ترهگرو په ضد په اقداماتو مجبور شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG