د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان څخه د فضايي حریم پرانیستلو غوښتنه کړې


افغانستان له پاکستان څخه غوښتي چې خپل فضايي حریم د کابل او ډهلي ترمنځ د هوايي پروازونو پر مخ بېرته پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تېره ورځ په دې اړه په کابل کې د پاکستان له سفیره لیدنه کې له دغه هېواد څخه یاده غوښتنه کړې ده.

پاکستان له هند سره تر وروستي کړکېچ وروسته خپل فضايي حریم د لنډ مهال لپاره د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ وتاړه چې له نژدې دوو میاشتو راهیسي لا هم دغه ستونزه نه ده هواره شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې ژمنه کړې چې د خپل هېواد فضايي حریم به ډېر ژر د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شي.

پر همدې مهال د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادارې مسؤلین وايي، چې د افغانستان د هوايي پروازونو پر مخ د پاکستان د هوايي فضا بندېدو دوام پر دغه مسیر تلوونکو مسافرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.

د دغه ادارې رئیس قاسم وفاييزاده، په کابل کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې افغانستان په عمومي ډول نه غواړي چې په یو سیمه ییز کړکېچ کې ورګډ شي.

نوموړي زیاته کړ:"په هغه صورت کې که چیري پر ټولو بهرنیو پروازونو د پاکستان د فضایي حریم بندیز لیري شي او یوازي پر افغانستان دغه بندیزونه دوام ولري، موږ به هم پر خپل هوايي حریم د پاکستان د پروازونو پر تړل کېدو غور وکړو."​

دا په داسې حال کې ده چې افغان هوايي شرکتونه د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کوي چې نسبت پاکستان ته زیاته فاصله او وخت نیسي چې له امله یې لګښت ته په کتو بیې جګې شوي دي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې مسؤلین همدا رنګه وايي، چې د دغه ستونزې د هواري لپاره ټاکل شوې د لارې د لنډوالې لپاره د چین د فضايي حریم له لارې ډهلي ته د پروازونو نوی مسیر رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG