د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت کولی شي "ضبط شوي تریاک وپلوري"


افغانستان د مخدره توکو په سترو تولیدوونکو هېوادونو کې راځي
افغانستان د مخدره توکو په سترو تولیدوونکو هېوادونو کې راځي

په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د مخدره موادو سره د مبارزې د نوي قانون په اساس حکومت کولی شي، چې نیول شوي تریاک د سوزولو په ځای وپلوري.

ددې مرکز ویاند خالد موحد امریکا غږ ته وویل چې پخوا به افغان حکومت نشه يي توکي سوځول خو اوس د نوي قانون په اساس کولی شي، چې نیول شوي مخدره مواد په هغو شرکتونو وپلوري چې نړیوال جواز لري.

خالد مؤحد وویل "د مخدره مادو د نوي قانون په اساس ددې قانون د ۱۹ مادې د ۳ بند له مخې حکومت کولی شي، نیول شوي تریاک وپلوري. خو شرط دا دی چې د ملګرو ملتونو د ای ان سي بي بورډ ورسره موافقه ولري".

خالد موحد دا هم وویل چې ای این سي بي بورډ اجازه د پلورلو په وخت حتمي ده.

هغه دا هم وویل چې د مخدره موادو د مبارزې نوی قانون په حوت کې توشیح شوی دی او ددې قانون له مخې لا تراوسه مخدره مواد ندي پلورل شوي.

د مسکراتو او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د راپور له مخې د تیر لمریز کال د کب په میاشت کې ۷۲ کیلو ګرامه هیروین، ۱۷ کیلو ګرامه مورفین، ۲۹۴۳ کیلوګرامه تریاک او په زیاته کچه چرس او کیمیاوي مواد نیول شوي دي.

دا مرکز چې له مخدره موادو سره د مبارزې د قاچاقبرانو دوسیې هم څېړي وايي، چې ۲۴ قضیې ورسره په همدې میاشت ثبتې شوي دي

XS
SM
MD
LG