د لاس رسي وړ اتصالات

نسیم علي‌ زاده له دیرش کلن اعتیاد وروسته اوس د نورو معتادینو درملنه کوي


نسیم علي زاده چې دېرش کاله یې پخپله نشه يي توکي کارولي، خو اوس له اعتیاد ژغورل شوی، په کابل ښار کې د معتادینو د یوه مرکز چې د مور کمپ یې بولي مشري کوي او د نورو معتادینو په درملنه بوخت دی.

نسیم علي‌ زاده وايي، دیارلس کلن وو چې په ایران کې یې په نشه يي توکو روږدی شو او دیرش کاله یې په مختلفو هیوادونو لکه ایران، ترکیه مالیزیا، اندونیزیا او افغانستان کې هر ډول مخدره مواد کارولي دي.

دا پخوانی معتاد وايي، شاوخوا اته کاله یې د پولیسو په لیکو کې هم دنده ترسره کړې او د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یو برید پر مهال له ټپي کیدو وروسته خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې، خو سره له هغې یې هم شاوخوا پنځه کاله د کابل په پُل سوخته کې مخدره مواد کارول.

د هغه پر وینا، د مخدره موادو د ترلاسه کولو لپاره یې ان سوالګري هم کړې.

دی وايي مخدره موادو نه یوازې د هغه ژوند تباه کړی وو، بلکې د کورنۍ ټول غړي، مور او پلار، میرمن او بچیان یې هم ترې واخیستل.

علي‌ زاده وايي، یو وخت ورته د ځان وژنې فکر پیدا شو او څو وار یې هڅه وکړه، چې ځان ووژني خو بریالی نه شو او بالاخره د لیلا حیدري په نوم له یوې ښځې سره مخامخ شو، چې د معتادینو درملنه یې کوله.

د هغه پر وینا، له درملنې وروسته یې هوډ وکړ، چې خپل پاتې ژوند د معتادینو په درملنه کې تیر کړي، نو له همدې امله یې د 'مور کمپ' کې کار پیل کړ، چې اوس د دغه روغتیايي مرکز ټولې چارې د هغه له خوا پر مخ وړل کیږي.

د 'مور کمپ' شاوخوا ۹ کاله فعالیت کوي، تر اوسه یې د شپږ زرو معتادینو درملنه کړې، چې له دې شمیرې زر تنه یې له مخدراتو لاس اخیستی او بیرته خپل عادي ژوند ته ګرځیدلي دي.

لاندې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې، د نسیم‌ علي‌زاده د فعالیتونو یوه څنډه لیدلی شئ.

نسیم علي‌ زاده له دیرش کلن اعتیاد وروسته اوس د نورو معتادینو درملنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

XS
SM
MD
LG