د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې د تیرې شپې زلزلې مرګ ژوبله اړولې


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز مسؤلین وایي، د تیرې شپې زلزلې د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونه لړزولي او د کونړ ولایت په څو ولسوالیو په ځانګړې توګه به نور ګل ولسوالۍ کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب الله حنیف نن دوشنبه سپټمبر پنځمه (وږې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د نورګل ولسوالۍ په «ودیر» او «شلط» کلیو کې د تیرې شپې زلزلې له امله ۶ کسان مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي حنیف زیاته کړه چې په یاده ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لسګونه کوورنه هم تخریب شوي دي.

هغه وویل چې د کونړ ولایت په نورو ولسوالیو کې هم زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي خو وايي کره شمېر به یې وروسته څرګند شي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب حنیف همدارنګه وویل چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف د سري میاشتې او طبیعي پېښو په وړاندې د چمتوالي ریاست او ولسوالۍ مسؤلین زیانمنو شوو سیمو ته تللي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د تیرې شپې ۵.۳ قوي زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت په شمال ختیځ د هندوکش غرونه کې و.

دا زلزله چې مرکز یې د ځمکې لاندې لس کیلومتره ژور و په عمومي ډول د ننګرهار، لغمان، کونړ او یو شمیر نور ولایتونه لړزولي دي.

دغه زلزله چې تېره شپه ۲:۳۰ دقیقې رامنځته شوه د معلوماتو له مخې ټکانونه یې د کابل په ګډون ځتيځو، جنوب ځتيځو او مرکزي ولايتونو کې هم احساس شوي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جون په میاشت کې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو خوست او پکتیکا کې د مرګونې زلزلې له امله د ۱۱۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شول او زرګونه کورونه یې ونړول.

XS
SM
MD
LG