د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د شمسي برېښنا د تولید لویه فابریکه جوړیږي


په دغې فابریکې باندې ۲۰ میلیونه ډالره لګښت راخي
په دغې فابریکې باندې ۲۰ میلیونه ډالره لګښت راخي

په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړولو کار پیل شو.

دا فابریکه د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې ده او ویل کیږي چې د لس میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د دغې فابریکې تهداب کېښود او ویل کیږي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره به پرې لګښت وشي.

د افغانستان د برېښنا موسسه وايي چې د فابریکې د جوړولو لپاره لس میلیونه د امریکا پراختیايي اداره او لس میلیونه نور یې د داینستي په نامه یو هندي شرکت ورکوي.

دا فابریکه په ۱۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او ټاکل شوې چې یو کال کې به یې کارونه ختم شي.

اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د دغې فابریکې تهداب کېښود
اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د دغې فابریکې تهداب کېښود

د افغانستان د برېښنا موسسه وايی چې د پنځلسو کلونو لپاره به د هند داینستي شرکت ته د یو کیلو واټ برېښنا په سر ۳.۷ ډالر ورکوي او له پنځلسو کلونو وروسته به د چارواکو په خبره دا فابریکه د افغانستان برېښنا موسسې ته سپارل کیږي.

د افغانستان اجرایه ریاست وايي چې له دغې فابریکې څخه به صنعتي پارکونو او د کندهار عادي خلکو ته برېښنا تولیدیږي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د دغې پروژې په پېلېدو سره به د افغان سوداګرو ډېرې ستونزې حل او ډېرو خلکو ته به کارونه پیدا شي.

افغانستان د برېښنا د تولید ډېرې فابریکې نلري او دا مهال د پلازمینې په ګډونیو شمېر ولایتونو ته یې برېښنا له منځنۍ اسیا څخه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG