د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن کې افغان سفیر: پښتنو ته 'ښکنځلمار' زموږ کارکوونکی نه دی


سویډن کې د افغانستان سفیر وویل چې دا کس به پیدا کوي
سویډن کې د افغانستان سفیر وویل چې دا کس به پیدا کوي

په سویډن کې د افغانستان سفیر حمید هامي هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګنې د سفارت کوم مامور یې "پښتنو ته سپکې سپورې ویلې" دي.

سفیر هامي وویل دوې به د سویډن له امنیتي‌ ارګانونو څخه وغواړي چې دغه کس پیدا او قانوني چلند ورسره وشي.‌ هغه دغه کار یوه توطیه وبلله.

اصلي‌ ادعا څه ده؟

د سرور ستانکزي په نامه یو سویډن مېشتي افغان په خپل فیسبوک کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې یو کس په تیلیفون باندې په دري خبرې کوي او "پښتنو" ته سپکې سپوري‌ وايي. ښاغلی ستانکزی ادعا کوي چې دغه کس ښايي په سویډن کې د افغانستان د سفارت کارکوونکی وي.

هغه امریکا غږ اشنا ته وویل"زه چې په سفارت کې له عادي افغانانو سره د سفارت د کارکوونکو ناسم چلند ګورم، ۹۰ فیصده یقین لرم،‌ چې دا کس به د سفارت کار کوونکی وي". ښاغلي ستانکزي په خپل تیلیفون کې د دغه کس نوم د "پرایویټ‌ نمبر" په نامه په ثبت کړی او له دغه کس سره یې خپله تیلیفوني مکالمه ویډیو کړې ده.

دغه کس د خبرو له پیلېدو سره وار له واره وايي "تاسو- پښتانه- د افغانستان اتباع نه یاست.... پښتو څنګه ملي ژبه شوه...... پر ما د هیچا زور نه رسي هېڅوک ما له دندې نشي شړلی......".

ښاغلی ستانکزی وايي‌ ده په خپل فیسبوک کې د سفارت په کارکوونکو باندې یوه انتقادي لیکنه وکړه او له لیکنې سملاسې وروسته ورته دغه کس زنګ وواهه. خو معلوم نه دی چې دغه کس څوک دی او له کوم ځای نه یې زنګ وهلی.

سویډن کې د افغانستان د سفیر غبرګون

مګر د افغانستان سفیر حمید هامي په کلکه دا ادعا رد کړه چې ګنې دغه کس دې د افغانستان د سفارت کارکوونکی وي. هغه وویل دوې دا کس نه پېژني خو د سویډن له پولیسو به مرسته وغواړي چې پیدا یې کړي او قانوني چلند ورسره شي.

سفیر هامي د امریکا غږ خبریال جعفر هاند سره په خبرو کې دا کار د افغانستان د بدنامولو او افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ اچولو یوه دسیسه وبلله، خو دا دسیسه به چا جوړه کړې وي؟ دا او نورې پوښتنې په مرکه کې واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:50 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG