د لاس رسي وړ اتصالات

الکوزی: پاکستان د افغانستان جلغوزي په خپل نوم صادروي، چین اعتراض لري 


جلغوزي
جلغوزي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وایي د یو شمیر هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان د توکیو د صادراتو د بهیر د بندیدو وروسته اوس د افغانستان جلغوزي یواځې پاکستان ته صادریږي او له هغه ځایه د پاکستاني جلغوزو په نامه په نورو هیوادونو بانژ خرڅیږي، هغه بهیر چې چین ورسره مخالف دی.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو پراساس افغانستان هرکال د دیرش زرو ټنو پورې جلغوزي تولیدوي چې په تیرو کلنو کې به چین، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند او پاکستان ته د هوا او ځمکې له لارې صادریدل.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې: "د تیر کال تر اخیره پورې تقریبآ نهه زره ټنو پورې جلغوزې صادرې شوې دي او سږکال چې ۲۰۲۲ کال دی تنها پاکستان ته لاره خلاصه ده زمونږ جلغوزې هلته ځي، خو هغه په تاسف سره بدبختانه پاکستان کې وروسته د پروسس څخه د پاکستان په نامه جلغوزې خارج ته ځي چې هغې هم اوس یو څه ستونزه پیدا کړې، چې چینایان یې نه مني او وايي د پاکستان له لارې دې مونږ ته نه راځي او په پاکستانۍ لوګو باندې دې نه راځي دا د افغانستان دي".

خان جان الکوزي زیاته کړه چې د تیرو شاوخوا لس نیمو میاشتو راهیسې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان څخه صادرات بند شوي دي.

هغه همداشان وویل: "پخوا د صادراتو لپاره هوايي کریډور موجود وو او خصوصآ د جلغوزو لپاره منظم قرارداد و د چین سره چې زمونږ جلغوزې به د هوا له لارې د سبسیډۍ په ورکولو سره چې شپیته او اویا فیصدو پخواني رژیم سبسیډي ورکوله نو هغه وخت زمونږ د جلغوزو صادرات د کوم مشکل سره مخامخ نه و او په عادي شکل تلل. تیر کال په وروستیو کې چې طالبان واک ته ورسیدل زمونږ هوايي کریډور غیر فعال شو".

پدې ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ کابل کې د امیرخان متقي او افغانستان لپاره د چین د سفیر وانګ یو ترمنځ کتنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د تازه او وچې میوې د صادراتو په مسله خبرې شوي دي.

ښاغلي متقي پدې لیدن کتنه کې ویلي دي چې غواړي د افغانستان او چين ترمنځ د هوا او ځمکې له لارو سوداګرۍ ته وده ورکړي او پر جلغوزو سربېره، چين ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمينه هم برابره شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د چین سفیر ژمنه وکړه چې د افغانستان اړوندو ادارو سره به کار وکړي تر څو چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو په برخه کې مرسته وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې ښاغلي متقي او او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یی، هم تیره اونې پدې هکله تیلیفوني خبرې کړې وې.

ښاغلي الکوزي وویل، افغان سوداګرو په روان کال کې په خپل ابتکار سره د کام ایر هوايي شرکت په ملتیا د چین سره د هوايي کریډور له لارې یو ځل بیا د جلغوزو صادرات پیل کړل چې په بانکي راکړې ورکړې کې د ستونزو له امله د څو پروازونو وروسته دا بهیر هم وځنډیده.

XS
SM
MD
LG