د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۱۴۸زره زده‌کونکي په کانکور کې بریالي شوي


سږکال نږدې ۱۷۰ زره زده‌کوونکو په کانکور آزموینه کې ګډون کړی وو
سږکال نږدې ۱۷۰ زره زده‌کوونکو په کانکور آزموینه کې ګډون کړی وو

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، په ۱۳۹۶ کا کې نږدې ۱۷۰ زرهزده‌کوونکو په کانکور آزموینه کې ګډون کړی وو او له دې شمېرې ۱۴۷زره او ۵۳۰ ګډون‌کوونکو د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبداللطیف روشان د شنبې په ورځ (جولای ۲۹) په کابل کې د روان لمریز کال د کانکور د آزموینې د نتایجو د اعلان پر مهال وویل، چې په بریالي شویو زده‌کوونکو کې ۹۹۱۷۲ هلکان او ۴۸۳۵۸ انجونې شاملې دي.

ښاغلي روشان وویل "له دې شمیرې څخه ۶۰۶۲۹ کسه به په دولتي پوهنتونونو کې جذب شي او ۳۱۶۲۹ کسه به په نیمه لوړو زدکړو پوهنتونونو کې جذب شي او د لوړو زده‌کړو په خصوصي پوهنتونو او موسسو کې د شاملیدو لپاره په ټولیزه توګه ۵۵۲۶۶ کسه په پام کې نیول شوي دي".

د لوړو زدکړو سرپرست وزیر پر وینا، سږکال د کانکور په آزموینه کې د بایومیتریک له سیستم څخه کار واخیستل شو، چې له امله یې سږنۍ آزموینې په شفافه توګه ترسره شوې او د درغلیو مخه ونیول شوه.

هغه وویل "تیر کال موږ له ۲زرو څخه زیاتې سرغړونې درلودې، خو سږکال موږ ۱۱۰ سرغړونې درلودې، دغه د بایومتریک پروسه چې موږ په پام کې نیولې وه، پروسه ډیره شفافه شوه".

د ښاغلي روشان پر وینا، د روان کال د کانکور په آزموینه کې د دولسم ټولګي ټولو فارغانو ته د ګډون زمینه برابره شوې وه او هیڅ څوک له آزموینې څخه بې‌برخې پاتې شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG