د لاس رسي وړ اتصالات

د ابراهیم عابد د قضیې پوره پلټنه کوو- فرهنګ وزارت


ابراهیم عابد یو افغان ټوکمار دی
ابراهیم عابد یو افغان ټوکمار دی

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د ابراهیم عابد د خپرې شوې ویدیو په اړه خبر شوي او هڅه کوي چې دا مسئله د امنیتي ارګانونو په مرسته لا روښانه او وڅېړي.

د وزارت ویاند محمد صابر مهمند امریکاغږ ته وویل "د قضیې تر بشپړې پلټنې مخکې وزارت رسمي غبرګون نشي ښودلی خو په عمومي ډول د محکمې تر پرېکړې مخکې د یو کس او خاص ډول یو هنرمند مجرم پېژندل د قانون خلاف کار دی او موږ یې غندو."

نوموړي وویل همدا چې قضیه روښانه شي دوی به په اړه خپل رسمي دریځ وښيي.

اصلي کیسه څه ده؟

د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپریږي چې ګنې مشهور افغان ممثل او ټوکمار ابراهیم عابد په کې نشه دی او په همدې حال کې لیدل کیږي. په ویدیو کې عابد ولاړ لیدل کیږي او شاوخوا یې د پولیسو په لباس کې ځيني خلک هم شته.

هغه کس چې دا ویدیو ثبتوي وايي چې دا هم "ابراهیم عابد چې په تلویزون کې په نورو خلکو ملنډې وهي او خپله نشه دی."

ابراهیم عابد په یو ویډیويی پیغام کې ویلي چې دا پېښه زړه ده او هغه به خپل کار روان وساتي.

ابراهیم عابد یو افغان ممثل او ټوکمار دی چې د طلوع په خصوصي تلویزوني چاینل کې د شبکې خنده په نوم یوه تفریحي خپرونه لري. دی له خپلو نورو همکارانو سره په ګډه په روانو سیاسي، کلتوري او ډېرو نورو مسایلو باندې ډرامې جوړوي.

دوی په خپلو ډرامو کې پر ولسمشر غني، اجرايي رئیس عبدالله عبدالله او ډېرو نور سیاستوالو ملنډې وهي چې ګڼ مینوال لري.

د عابد ډېرو مینوالو په خپلو فیسبوکونو کې دهغه تصویرونه خپاره کړل، د هغه هنر یې وستایه اوله هغه سره یې شوی چلند په کلکه غندلی دی. پر عامو خلکو سربېره ځینو افغان سیاستوالو هم د عابد ننګې ته را ودانګل.

د زرغون بهیر د ډلې مشر امرالله صالح په خپل ټویټر کې ولیکل "ابراهیم عابد چې له ۲۰۱۴ کال راهېسې پر ولسمشر غني ملنډې وهي، سپک شوی او په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ویدیو خپره شوې چې ګنې نشه دی او دا یوه لویه لاس ته راوړنه ده. ایا دا پر هنر یو ګوزار دی؟ اصلاحات؟

په همدې حال کې د موبي ګروپ مشر سعد محسني چې د طلوع تلویزون یې یوه برخه ده، په خپل ټویټر کې د ښاغلي ابراهیم کارونه ستایلي او ویلي دي چې هغه د میلیونونه افغانو په شونډو مسکا راولي.

لا معلومه نه ده چې رښتیا هم عابد نشه و، که په زوره دا ویدیو پرې جوړه شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ځینو مینوالو دا خبره هم کړې ده چې پېښه د کابل په پغمان کې شوې او په ډوډۍ کې "عابد ته چرس ورکړل شوي" خو په خپله عابد په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG