د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان هیله لري چې نړیوال وجهي صندوق ورسره مرسته وکړي


د افغانستان د مالیې وز ارت وايي، افغان حکومت په لومړي ځل په ۱۸ کلونو کې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق "آی ایم ایف" سره د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام په شپږو پړاونو کې بشپړ کړی دی.

وزارت وایي چې د دغو پروګرامو له لارې به څه باندې ۴۴ میلیونه ډالره له " آی ایم ایف" څخه ترلاسه کړي.

د نړیوال وجهي صندوق او افغانستان د ماليې وزارت غونډه په دوبۍ کې وه چې د افغانستان بانک مشر واحد نوشیر هم په کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي نوشېر د امریکا غږ اشنا سره مرکه کې ویلي دي چې دا د ای ایم ایف سره د افغانستان شپږمه او وروستۍ ناسته وه او امیداوري ده چې افغانستان به د ای ایم ایف له پروگرامه بریالی ووځي.

د افغانستان بانک ریس ښاغلي واحد نوشېر چې هم دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب کاوه،
د افغانستان بانک ریس ښاغلي واحد نوشېر چې هم دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب کاوه،

ښاغلی نوشېر وايي چې افغانستان به د ډسمبر تر میاشتې انتظار کوي چې د دې غونډې په اړه خپل نظر څرگند کړي.

د پیسو نړیوال وجهې صندوق "آی ایم ایف" په خپل رسمي انټرنیټي پاڼه هم د مالیې وزارت دا خبر تائید کړی دی.افغان حکومت د پیسود نړیوال وجهې صندوق سره دا پروګرام په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پیل کړ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:58 0:00

XS
SM
MD
LG