د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ نور افغان کورنۍ کابل ته نه شړي


فنلنډ لمړنی اروپايي هیواد دی چې افغانستان ته د کډوالو کورنیو د نه شړلو پریکړه کوي.

د فنلنډ د کډوالو د چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې له دې وروسته به هغه افغانان چې ماشومانو ورسره وي، بیرته کابل ته ونه شړي.د دې ادارې چارواکو ویلي چې دا پریکړه یې په کابل کې د وروستیو امنیتي حالاتو له ارزولو سره سم کړې ده. په تیرو څو میاشتو کې، طالبانو او د داعش ډلې پورې تړلو جنګیالیو او ځانمګرو بریدکوونکو، د کابل په بیلابیلو برخو کې بریدونه ترسره کړي او په لسګونو ملکي خلک یې وژلي.

فنلنډي چارواکو ویلي مجرده افغانانو (هغه کسان چې ماشومان نلري او ژوند یې په مستقیم ډول ګواښ لاندې نه وي)ته به د نه شړلو معافیت ورنکړل شي.

اکثریت هغه افغان چې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، ځوانان دي چې د راپورنو له مخې د اقتصادي لاملونو له کبله افغانستان پریږدي.

د فنلنډ د کډوالو د چارو اداره وايي دا مهال ورته د ۷۶۰ افغان کډوالو د پناه غوښتنې دوسیې پرتې دي.

لدې وړاندې، جرمني او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو لسګونه افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته وشړل. ترکيي هم سږکال لسګونه زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG