د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو اتلولي‌ وګټله


افغانستان د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو اتلولي وګټله. دوی په پایلوبې کې سري لانکا ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) نن یکشنبه اکتوبر ۲۷ (لړم شپږم) په عمان کې سري لانکا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

صدیق اتل پنځوسیزه وکړه او بلال سمیع درې لوبغاړي او الله محمد غضنفر دوه لوبغاړي‌ وسوځول.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی الله محمد غضنفر شو، چې په څلورو اوورونو کې پرې ۱۴ منډې وشوې او دوه مهم لوبغاړي یې وسوځول.

صدیق اتل د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو غوره لوبغاړی شو. ده په دغو سیالیو کې ۳۶۸ منډې کړې او یوازې یو ځل په لوبې کې سوځېدلی و.

هغه په پنځو لوبو کې پنځه پرلپسې پنځوسیزې وکړې او د افغانستان په کامیابیو کې یې مهم رول ولوبوه. صدیق اتل خپله جایزه خپلو روزونکو ته ډالۍ کړه.

دا اول ځل دی چې افغانستان د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو اتلولي ګټي.

په دغو سیالیو کې د اسیا د کرکټ اته لوبډلو ګډون کړی و. هند، پاکستان او بنګله دېش په نیمه پایلوبو کې ماتې وخوړه. هانګ کانګ او متحدو عربو امارات په ګروپي لوبو کې له سیالیو څخه ووتل.

افغانستان په الف ګروپ کې له بنګله دېش، سري لانکا او هانګ کانګ سره وو. دوی په ټولو سیالیو کې یوازې یوه لوبه په هانګ کانګ باندې وبایلله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG