د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې کاروبار او مزدوي کمه شوې ده


د روژې د ګرمې ورځې یولس بجې دي خو د کندوز ښار د عرضبیګي جومات مخې ته لا هم سپین ږیري او ځوانان په دې طمعه ناست دي چې څوک به یې د کار لپاره بوځي.

یو موټر ودریږي مزدور ورته په کار دی، د موټر ښيښې ته دومره کسان راټولیږي چې مقابل لوری له مزدور بیولو انکار کوي، دلته په چوک کې هم مزدوران له یو بل سره رقابت کوي که یو تن په ۲۰۰ افغانۍ کارته ځي یو بل چې څو ورځې وزګار پاتي شوی تر دې په کمو پیسو مزدوري کوي.

د چوک د سر ټول مزدوران وايي چې پروسږ کال د طالبانو په لاس د کندوز له سقوط وروسته کار نه پیدا کیږي، داسې مزدوران هم شته چې د روژې له اولې ورځې راپه دیخوا یې کار نه دی کړی" یوویشت ورځې کیږي کار مې نه دی کړی او لس افغانۍ مې جیب کې پرتې دي."

مجبور خلک په هغومره پیسو مزدورۍ ته ځي چې نور پرې مزدوري نه کوي
مجبور خلک په هغومره پیسو مزدورۍ ته ځي چې نور پرې مزدوري نه کوي

ګلزاده وايي چې دلته مزدوران له یو بل سره رقابت هم کوي که له یو چا سره په ۳۰۰ افغانۍ خبره وکړم بل ورته تر ما کم نرخ ورکوي " روزانه مزدوري پیدا کیږي خو چې له چا سره په ۲۰۰ افغانۍ خبره وکړې بل ورسره په ۱۵۰ کار ته ځي."

ګلزاده په پلاستیکي خلطه کې د کار جامې اچولي او منتظر دی چې کار به ورته پیدا شي هغه وايي چې په کور کې سپین ږیری پلار لري هغه هم کله کار کوي او کله نه، خو دایې یویشتمه ورځ ده چې کار ته نه دی تللی" پلار مې هم شته خو کار نه کوي په شپږو میاشتو کې اول ځل دی چې یوویشت ورځې سر په سر راته کار نه دی پیدا شوی."

د سرک پر غاړه چې کتارخلک د مزدورۍ لپاره ناست وي دلته تم کیدل ناستو خلکو ته طمعه ورکوي چې ګوندې مزدور به یې په کار وي، یو دم تر هجوم لاندې راځي ټول راټول شوي کسان مخکې له دې چې په خبره پوه شي غږ کوي چې که مزدور په کار وي نو تر ده ښه او غښتلی مزدور بل نشته.

یو ګاډی ودریږي چې یو مزدور بوځي، خو ټول پرې ورمات شي
یو ګاډی ودریږي چې یو مزدور بوځي، خو ټول پرې ورمات شي

محمد یوسف وايي چې د روژې په میاشت کې له سهاره تر ماسپښینه کار کوي، خو مزدوري د پوره ورځې اخلي هغه وايي چې په روژه کې تر مازیګره کار کول پر ځان ظلم دی"روژه کې کار سخت دی خو مجبوري ده، په کور کې نهه کسان لرم، او دا پیسې یوازې د ماښام د روژه ماتي کیږي او بس."

یو بل مزدور بیا وايي چې په کندوز کې د ورځې د مزدورۍ نرخ نه دی معلوم چې څوک په څو افغانۍ کار ته لاړ د دوه کسانو جوړجاړی دی "په کندوز کې د مزدورۍ نرخ نه دی معلوم."

تقریبا له اته میاشتو راهیسې چې کندوز د طالبانو له خوا نیول شوی و په دغه ولایت کې سوداګري زیانمنه شوې ده د چوک د سر مزدوران هم وايي چې اوس خلک ودانۍ نه جوړوي نو ځکه ورته مزدوري نه پیدا کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG