د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملاله د طالبانو برید هم له زده کړو راونه ګرځوله


د برېښنا موسی زۍ یوه پښه ګوزڼ فلج کړې او بله پښه یې د طالبانو په برید کې ژوبل شوه
د برېښنا موسی زۍ یوه پښه ګوزڼ فلج کړې او بله پښه یې د طالبانو په برید کې ژوبل شوه

برېښنا موسی زۍ د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د طالبانو د ۲۰۱۶ کال په ډله ییز برید کې ژوبله شوه، خو د درس ویلو هوډ یې مات نشو.

د واشنګټن پست د ورځپاڼۍ په لیکنه، اته وېشته کلنه برېښنا د ۲۰۱۸ کال د مۍ په ۱۱ د افغانستان د امریکايي پوهنتون د حقوق له پوهنځي فارغه شوه. د هغې یوه پښه ګوزڼ وهلې او بله یې د طالبانو په برید کې ژوبله شوه.

په دغه ورځ له امریکايي‌ پوهنتون ۱۳۹ تنه فارغان شول، کله چې برېښنا موسی زۍ سټیچ ته راوبلل شوه، ورور یې اوږه ورکړه او سټیچ ته یې بدرګه کړه. هغې ته راغلي ټول میلمانه، استادان او محصلین په درناوي پاڅېدل او چکچې یې ورته ووهلې.

نوموړې واشنګټن پوسټ ته ویلي‌ چې دا شیبه یې د ژوند یوه ویاړلې او پرتمینه شېبه وه. برېښنا وایي‌ ډېره وړه وه چې له کورنۍ سره پاکستان ته ولاړه،‌ هلته یې ښوونځی او کالج ولوست خو په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته له راتګ وروسته یې په امریکايي پوهنتون کې زده کړې پیل کړي.

په ۲۰۱۶ کال کې طالبانو پر امریکايي پوهنتون ډله ییز برید وکړ چې له امله یې یو شمېر محصلین مړه او ژوبل شول. برېښنا وايي دا د ماښام لمانځه ته روانه وه چې د پولیسو په یونیفورم کې ترهګر په پښو ووېشتله او را ویې غورځوله.

وايي داسې مې وښودله چې ګنې مړه یمه، خو بیا هم بریدګر راغی او یو بل ډز یې هم په پښې ووېشتمه. برېښنا وايي‌سره له دې چې ډېرې وینې ترې بهیدلې او وجود یې ډېر درد کاوه، خو د دې لپاره چې بریدګر پوه نشي، هېڅ غږ یې هم ونکړ.

د شپې ناوخته بیا پولیسو هغه روغتون ته ورسوله او همدا چې ورغېدله بیرته یې پوهنتون ته وګرځېدله او زده کړې یې پیل کړې. د هغې دا زړورتیا او هوډ په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو وستایل او ځینو خو ان هغه ته یې د (افغانستان ملاله) لقب ورکړ. ملاله یوسفزۍ د سوات پښتنه ده چې طالبانو پرې برید کړی او بیا په نړیواله کچه وپېژندل شوه.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعاله سحر فطرت په خپل ټویټر کې ولیکل" ویاړم چ د دغې ښکلې میرمنې تر شا روانه یم. برېښنا موسی زۍ د الهام، هیلې، او جراآت سمبول دی."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي‌ دا مهال په افغانستان کې شاوخوا اووه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخي دي چې ۶۰سلنه یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG