د لاس رسي وړ اتصالات

د کانونو د مقدار او کیفیت موندولو لپاره سروې پیل شوې


د جنگ جگړو نه وروسته د افغانستان فرهنگي او دودیز میراث د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دی
د جنگ جگړو نه وروسته د افغانستان فرهنگي او دودیز میراث د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دی

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، چې د استخراجي صنایعو د تګلارې په اساس یې په هغو ځایونو کې چې، د تلک، مرمرو او نورو صنعتي منرالونو کانونه موجود دي سروې پیل کړې ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ ته وویل، یاده سروې د کابل په ګډون په لسو نورو ولایتونو کې چې د حکومت تر ولکې لاندې دي پیل شوې او د روان مالي کال تر اخیره به دوام وکړي.

ښاغلي عبدالقدیر مطفي د یادې سروې د موخې په اړه وویل"زموږ هدف ددې سروې دادی چې، هغه بالقوه ظرفیتونه چې په کومو سیمو کې موجود دي مثلا په هرات کې د مرمرو ظرفیت، په ننګرهار کې د تالکو ظرفیت او په کابل کې صنعتي منرالونه لکه تالک او مرمر په دې برخه کې سروې ګانې شوي دي په دې وروستیو کې د تګلارې په اساس موږ مخکې ځو ترڅو قراردادونه ورکړو نو موږ غواړو چې تاثیرات یې هلته مشخصه شي ترڅو په سترو سرمایه ګذاریو او سترو قراردادونو کې مشکلات ایجاد نه شي".

پر کانونو د نظارت د شبکې یو غړی ابراهیم جعفري وویل چې په نا امنو ځایونو کې هم د کانونو استخراج ترسره کیدای شي او اوس هم په ځینو نا امنو سیمو کې جریان لري.

د کانونو او پترولیم وزارت په داسې حال کې د یو شمیر کانونو د سروې او قراردادونو خبره کوي چې له کانونو او استخراجي صنایعو څخه د څار یو شمیر بنسټونه نیوکه کوي، چې د ملي یووالي حکومت په تیرو څلورو کلونو کې د کانونو په برخه کې ډیر فرصتونه له لاسه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG